ویتامین D

د کلسیم په نشتوالی، هیڅکله وجود ویتامین D نشی جذبولی

سوله

سوله یعنی:


یوه زاړه هیله

د ګلو نرمه وږمه

د څپانده سین لږ دمه

 

زرینه جوهر

ارامه سمندر

اړینه خبر

 

په توره شپه کې څلوارلسمه سپوږمۍ

په سپیره دښته کې د غاټولو زولۍ

او د سمندر په زړه کې ځلانده سیپۍ

سوله:

د یو ماشوم خندا

د یو مین ښکلا

په باران کې نڅا

او د بوډا موسکا

سوله:

په توره شپه کې ستوري ته کتل

په  سره لمبه کې د پنګ سول

د مسافر موسکی ته لاس ښورول

او د خوب په دنیاګۍ کې د مین ښکلول

 

سوله د جنت میوه ده

د تیارو بله ډیوه ده

د هر انسان د زړه هیله ده

سوله یعنی :

بې له کریکه ژوند

د ژوندون پوره خوند

او د میني په غیږ سره غونډ

سوله یعني:

د خوښییو سندره

د زړونو سکندره

او د هیلو سمندره

 

راځئ چې سوله وکړو!

 

راځئ چې سوله وکړو

د زړه خبره په خوله وکړو

لعنت پر دې شیطاني وسله وکړو

ماته دې بې ننګ ماشه وکړو

راځئ!

راځئ چې تیارو ته مخه ښه وکړو

 د پخلایني فیصله وکړو

د ورورولی حوصله وکړو

 

راځئ چې مات زړونه ورغوو

میندي ته د خوښی  زیری ورسوو

خپل د خوښي نغمه وغږوو

 

راځئ چې زړونه مین وساتو

خپل ولس او خپل دین وساتو

رضا د رب العالمین وساتو

 

 

 

 

 

 

 

 

په مینه کې اسراف

هغه چا سره چې د دوستي په قدر نه پوهیږي دوستي او محبت کول، په دوستي کې اسراف ده!!!

پاک زړه

یوه پاک زړه، تر زرګونو جوماتونو، کلیساګانو، زیاروتونو څخه سپیڅلۍ ده

عدالت

وایې:
یو سړی حجاج بن یوسف ته وویل چې ته هم ځانته د مسلمانانو خلیفه وایې او حضرت عمر (رض) د مسلمانانو خلیفه و.
د حضرت عمر(رض) په وخت ډیر ښه عدل او انصاف و، خلکو سره نیک سلوک کیده او ان حیوانات په منځ کې هم عدالت و او یو بل باندې تیری او زیاتی نکولي، لیوه او میږي سره ګډ څریدل. ته ځانته وګوره، ستا ازار ټولو مسلمانانو ته رسیږي.
حجاج ورته وویل: که د اوسنۍ زمانې خلک د حضرت عمر(رض) زمانې خلک غوندې وای، نو بې له شکه زما چلند هم د دوی سره د حضرت عمر(رض) په شان چلند و.

ښه احساس

زما تر ټولو نږدي او ښه ملګري فقیر خلګ دي. بډایه خلګ له ملګریتوب څخه څه نه پوهیږي.


موزارت

صبر

صبور سړی بری له لاسه نه ورکوي، اخیر بریالی کیږي. که څه هم ډیر وخت ورباندې تیر هم شي.


حضرت علی ع

د بری لاره

با ادبه سړی تل د زړونو دروازې خلاص ویني

با ادبه سړی تل د زړونو دروازې خلاص ویني

کلک عزم

کلک عزم، پر هر شی باندې برلاسی دی. ان پر وخت باندې.


شاتو بریان