X
تبلیغات
ځلانده سـیـپـۍ

ځلانده سـیـپـۍ

علمـــــــــــــــي، ادبـــــــي او ټولنیــــــــــــــــزه

پښتو ژبه او ادبيات (دوهمه برخه)


پښتو ادبياتو تاريخ
دادب تاريخ پيژند(تعريف):       ادب تاريخ په عامه توګه د نړۍ او په خاصه توګه د يو هېواد او مليت د ادبياتو د پرمختګ لړۍ مطالعه او ترڅېړنې لاندې نيسي،کوم چې د تکامل په مختلفو ټاکلو او ځانګړو دورو او مرحلو کې څرګندشوی وي او همدارنګه د ځانګړو ليکوالانو اثار هم تر تحليل او څېړنې لاندې نيول کيږي.يا په بله وينا:      ادب تاريخ په مختلفو سياسي،ټولنيزاو اقتصادي پېښو کې د ادب پرمختيايي جريان تر څېړنې لاندې نيسي او په دغه جريان کې د مختلفو  آثارو ارزښت او مقام ټاکي.په لنډ ډول ويلی شو،چې ادب تاريخ د ادبي جريان پرمختګ او مختلفې  پديدې او ټاکلې دورې تر څيړنې لاندې نيسي . د پښتو د ادبي تاريخ دورې    دادبي دورو وېش د پاره بايد يو منطقي معيار وټاکل شي ، ددغه معيار له مخې بايد د هرې دورې ځانګړتياوې وښودل شي، که چېرې هماغه معيار په ټولو ادبي دورو باندې د تطبيق وړ نه وي ، نو دادبي دورو تصنيف خپل اعتبار  او ارزښت له لاسه ورکوي.    دپښتو ادبي تاريخ ليکونکو : (علامه عبدالحی حبيبي،استادصديق الله رښتين، نور محمد غمجن،دوست شينواری،محمد انور نوميالی، محمدصديق روهي...) دادبي دورو د ټاکلو دپاره د بېلو بېلو معيارونو څخه کار اخيستی دی،چې ددغو پوهانو او استادانو کار د قدر وړ دی .دسرمحقق محمد صديق روهي د پښتو ادبياتو تاريخ (معاصره دوره) اثرکې د پښتو ادبي تاريخ په دريو  عمده دورو وېشل کيږي . 1 -  لرغونې دوره 2 – منځنۍ دوره 3 – معاصره (اوسنۍ) دوره  هره دوره په  پړاونو وېشل کيږي . لرغونې (پخوانۍ) دوره :     د تحريري اسنادو له مخې په ادبي تاريخ کې دغه دوره د امير کروړ سوري څخه پيليږي ،چې د امير پولاد سوري زوی ؤ،چې په کال (139) هجري سنه د غور په مندېش کې امير شو او جهان پهلوان يې باله .      دپښتو ادب تاريخ دغه دوره تر شپاړسمې ميلادي پيړۍ  پورې دوام کوي  يانې د بايزيد روښان تر ظهور او پاڅون پورې رسيږي .     په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې د پښتونخوا په ختيځه برخه کې د هند مغلي سلطنت په زمانه کې  فيوډالي توليدي مناسبات منځ ته راځي او په ادبياتو کې هم بدلون ليدل کيږي .دپخوانۍ دورې عمده موضوعګانې  دنمانځنې سندرې ، وياړنې (قومي تفاخر)، ويرنې،مينه ،بېلتون او اخلاقي ښوونې دي،چې په هغو کې پيچلي  تخيلات او لفظي صنايع  چندانې نه ليدل کيږي .  د غوريانو د واکمنۍ  په دوره کې قصيدې جوړونه يو نوی پړاو  ګڼل کيږي . که څه هم قصيدې له درباري ادب سره نږدېوالی  لري،خوپه هغوکې د پښتنو قبيلو مشران او واکمنان د يووالي او قبيلوي  قدرت د سمبولونو په توګه  ستايل شوي دي . شاعر د صلې او انعام د اخستلو له پاره شعرنه وايي،او نه په ستاينه کې له اغراق نه کار اخلي،د پښتو د لرغونو آريايانو د سندرو  وزن ساتي،تر اوسه پورې پښتو شعر همدغه ځانګړتيا ساتلې ده ،  يانې د شعر وزن د څپې (فشار ـ اکسينټ) او دهجاوو (سيلابونو) د شمېر په اساس  ټاکل کيږي . دپښتو ډېر زوړ او پخوانی شعر چې زموږ لاس ته راغلی دی دامير کروړ سوري  يو حماسي (Epic ) شعر دی ،چې پټې خزانې د تاريخ سوري په حواله خوندي کړی دی ، دهمدې لاس ته راغلې حماسي شعر په استناد موږ د پښتو ادب تاريخ لرغونې دوره د (100) هجري څخه شروع کيږي . داسې ښکاري چې په سوريانو کې دپښتو شعر د اسلام له ابتدا څخه موجود ؤ،ځکه چې د امير کروړ د ژوند وخت پس له سل هجري څخه شروع کيږي .وياړنه د امير کروړ جهان زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته  په هندوسندوپرتخاراوپرکابل نسته بل په زابل نستهله ماتل نسته غشی دمن مې ځي برېښناپه مېرڅمنوباندې په ژوبله يونم يرغالم پرتښتېدنوباندېپه ماتېدو نسته له ما اتل نسته زمادبريوپرخول تاوييږي هسک په نمنځ وپه وياړ داس له سوومې مځکه ريږدي غرونه کاندم  لتاړکړم اېوادونه ويجاړله مااتل نسته زمادتورې ترشپول لاندې دي هرات وجروم   غرج وباميان و تخار بولي نوم زما په اودومزه پيژندو يم په رومله ما اتل نسته پرمرو زما غشي لوڼي ډاري دښن راڅخه دهريوا د رود پرڅنډو ځم تښتي پلن را څخه رپي زړن راڅخه له ما اتل نسته د زرنج سوبه مې د تورې په مخ سور وکړه په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه ستر مې تربور وکړهله ما اتل نسته خپلو وګړو لره لور پيرزوينه کوم دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم تل يې ودنه کومله ما اتل نسته پرلويوغرو مې وينا درومي نه په ځنډو په ټال نړۍ زماده نوم مې بولي پردريځ ستايوالپه ورځو شپومياشتوکالله ما اتل نسته دپښتو دا زوړ شعر،چې دهجري دوهمې پيړۍ له لومړۍ برخې څخه راپاتې دی د ژبې اداء،لغاتو او کلماتو له مخې مخصوص رنګ لري او زموږ د اوسنۍ ژبې له محاوروي جريان سره توپير لري. ډېر داسې لغات او سوچه کلمات په کې راغلي دي،چې اوس متروک او په عمومي  محاوره کې نه استعماليږي .   ددې شعر له لساني پلټنې څخه دا نتيجه په لاس راځي،چې په هجري لومړۍ او دوهمه پيړۍ کې پښتو ژبه د نورو ژبو له  اختلاط سوچه او تر (400) هجري پورې يې دا سوچه توب او نګه والی ساتلی دی . دمانا له پلوه هم دا لومړی شعر د حماسي اشعارو څخه،چې د دنيا د ادب يوه غوره برخه ده دا يو برجسته او غوره نښه ګڼل کيږي . د شاعر لوړ حماسي  مقام او دده د توري  غلبه او بری ښه تصوير کوي . شاعر د خپل  پاخه شعر او غښتلې قريحې په مرسته خپله وياړنه په داسې ډول کوي،چې يو توانا او مقتدر شاعر ته ښايي له دغې وياړنې څخه د امير کروړ مينه او د خپل ټبر د پالنې احساسات ښه څرګنديږي .   دشعر عروضي کيف او وزن دا څرګندوي،چې پښتو ژبې پخوا د عروضو او بحر له پلوه هم پاخه اشعار درلوده او دغه مخصوص بحور له خورا زړې زمانې څخه په شعر کې موجوده وه. په پايله کې دا ويلای شو،چې ددې شعر د ويلو پروخت پښتو په غور کې خپل ادبي پوخوالي ته رسېدلې وه.پښتو تردې شعر دمخه بايد ډېر ادبي مراحل تېر کړي وي ،چې د (100) هجري کال په شااوخوا کې دې پوخوالي او متانت ته رسېدلې وي . داچې موږ د امير کروړ له کښلي شعرنه د مخه بل ليکلی منظوم  يا منثور اثر په لاس کې نه لرو. ددې خبرې دلايل ډېر دي ،خود ډېرونه يودليل يې دادی، چې د تاريخ په اوږدو کې افغانستان تل د بهرنيو يرغلګرانو ټاټوبی ؤ، نوممکن ددې  تېريو او حملو له کبله دپښتو ژبې آثار له منځه  تللي وي. داخبره يوازې د پښتو ژبې دادب په هکله نه بلکې دنورو خويندو ژبو په باب هم ويلی شو. دپښتو ادب تاريخ لرغونې دورې ځنې نور شاعران او ليکوالان :  هاشم زيد سرواڼي :      له امير کروړ نه وروسته هاشم زيد سروانی د هلمند په  سروان په سنه  (223هه) کې زېږېدلی او په بست کې يې د علماؤ او فصحاوو څخه لوستنه وکړه . داستاد حبيبي په قول : د هلمند سروان دهلمند د غاړو د هغو ښارو پورې اړه لري ،چې په هغو وختونوکې يې روڼ مدنيت درلود او اوس وران دی . ابومحمد هاشم په پښتو ژبه يو کتاب کښلی دی،چې (سالو وږمه) نومېده او د عربي ژبو د اشعارو دفصاحت او بلاغت  بيان په کې شوی دی . نوموړي په عربي،فارسي او پښتو ژبه شعرونه ويل چې يوه بېلګه يې داده : ژبه هم ښه وينا کاندې چې يې وينهدخاوندپه لاس کې زر او درهمونهژبور ورله ورځي وينا يې ارويد درهم خاوندان تل وي په وياړونهشيخ بيټنی (ح) :   د پښتنو په لرغونو اوسېدنځايونو کې يوه ډېره مشهوره تاريخي سيمه د سليمان د غرونو لمنې دي. دغه دسليمان غرونه په ځينو کتابونو او تاريخي اثارو کې د (کسې غره) په نامه  هم راغلي دي .    دکسې د غره په لمنو کې د روزل شويو شاعرانو په ډله کې ترټولو معلوم پخوانی سړی شيخ بېټنی دی،چې دژوند زمانه يې د دريمې هجري  پيړۍ شااو خوا ټاکل کېدای شي او کېدای شي د (350 هه) کال په شااوخوا کې مړ وي .  دشيخ بيټني يو مناجات سليمان ماکو په تذکرة الاولياء کې راوړی دی. چې د پښتو د زړو اشعارو په لړ کې ډېر مهم شعر دی . د شيخ بيټني مناجات دادی : لويه خدايه، لويه خدايه ستاپه مينه په هر ځايه غرولاړ دی درناوي  کې   ټوله ژوي  په زاري کېدلته دي د غرو لمنې زموږ کېږدۍ دي په کې پلنې دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه، لويه خدايه دلته لږ زموږ اور بل دی ووړ کوګی دی ووړ بورجل دیمينه ستاکې موږ مېشته يو  بل دچا په مله تله نه يوهسک او مځکه نغښته ستاده دمــــــــــــړو وده لـــــــه تــا ده داپالنه ستاده خدايهلويه خدايه، لويه خدايه دلرغونو شاعرانو په لړ کې شيخ اسعد سوري،چې د محمد زوی ؤ،چې په کال (420 هه) په بفن کې وفات شو .ښکارندوی غوري،چې د غوريانو د سلطنتي کورنۍ پياوړی شاعر او اديب دی، د سلطان شهاب الدين غوري په زمانه کې يې ژوند کاوه (580 هه) . نوموړی د احمد زوی دی . په پټه خزانه کې دده يو ښکلی شعر،چې پښتو ادب پرې وياړي  راغلی . داشعر تقريباً (45) بيته کيږي مطلع يې داده :دپسرلي ښکلونکي بيا کړي سينګارونهبيايې ولونل په غرونو کې لعلونه  ..ملکيار غرشين د ښکارندوی هم عصر دی (580 هه). بېلا بېل مؤرخين ليکي،چې دی په ډهلي کې اوسېده او تر (581 هه) په هغه جنګ کې هم ليدل شوی،چې سلطان لومړی پلا په ملتان يرغل وکړ او په ډهلي کې وفات او دشيخ ابوبکر طوسي د مزار ترڅنګ ښخ دی . دده يو شعر چې د جنګ په ډګر کې يې زمزمه کړ :  څښتن مو مل دی  اوس مو يرغل دی هېوادمومل دیغازيانو ګوری څښتن مو مل دیتورې تېرې کړﺉ دښمن مو پرې کړﺉ منګولې سرې کړﺉ څله به تښتو څښتن مو مل دیکه ټينګ کړو زړونه   په بري يونه چې زمري يونه اسلام راڅخه   څښتن مو مل دی غازيانو راسی ټول شا او خوا سی د شهاب په ملا سیدښمن مو غوڅ کی  څښتن مو مل دی دملکيار غرشين په دې  رزمي سندره کې  د اسلامي فاتحانو ستاينه شوې ده او داسلام په تنګه د جنګېدونکو لښکرو د هڅولو او پارولو هڅه په کې شوې ده .          ملکيار غرشين د سلطان شهاب الدين غوري د زمانې سړی دی. کله چې سلطان شهاب الدين غوري د اسلامي فتوحاتو په منظور پر هندوستان لشکرکشۍ کولې نودغه شاعر او عارف هم دده ملګری و. تيمني :       دی هم د ملکيار غرشين او ښکارندوی هم عصر شاعر دی . دتيمني د قوم چې تخلص يې هم تيمني دی . د (580) په شا او خوا کې تېر شوی دی. دی د غوري غياث الدين معاصر ؤ په زمينداور کې اوسېده . د تايمني په نامه دا شعر په ملي وزم   نن زه غږېږم په صفت د سلطانچې دی بادار غازي ملک د جهاند فېروز کوه او غور رڼا له ده دههم د تېرو تورو برېښنا له ده دهچې توره وکاږي چړتون کي خاليغليم يې کله کړي په توره سياليغياث الدين د غور زمری عاليشاند اسلام دين دده په توره روښانقطب الدين بختيار :   د پلار نوم يې احمد او دموسی لمسی دی. دی يو عابد ، عارف او فاضل شخص ګڼل شوی دی . په قوم بختيار پښتون دی . او دده نيکه موسی هند ته تللی ؤ نو ځکه دده لمسی قطب الدين په هند کې ډېر شهرت لري . دی په (633 هه) کال او د بل روايت له مخې په (634هه) کال د عمر په (48) کال او په ډهلي کې ښخ شو، چې تر اوسه يې مزار ډېر مشهور دی . دده د شعر يوه نمونه : وير مې زړه سوری کړ راته وګوره ملوکېپه بېلتون کې دې وباسم له خوږمنه زړګي کوکېراته وګوره ملوکېغوړه ولی دې اوربل دی اور زما په زړګي بل دیزه بختيار خاورې اېرې شوم په اورسوی مې ګوګل دیراته وګوره ملوکې شيخ متي :     د لرغونې دورې يو بل يا دشاعر شيخ متي دی . دی د شيخ عباس زوی دی په ( 623 هه) کې زېږېدلی دی او بيا په ( 688 هه) کال د (65) کالو په عمر وفات شوی دی . دی په کلات بابا هم شهرت لري،چې په هماغه غونډۍ کې دفن دی.((خدای مينه)) په نوم کتاب يې ډېر شهرت لري،ځکه چې دده په قبر به پروت و او هر چا به لوسته ، خو له بده مرغه،چې اوس ورک شوی دی.محمد هوتک په پټه خزانه کې دده يو شعر راخيستی چې لولويې : خاونده ښکلی ستاجمال دی   ښکاره يې لور په لور کمال دی که ورځ که شپه،که پيړۍ کال دی ستادقدرت کمکی مثال دی ســــــتا دنـــورونو يوه رڼا ده  دلــــته چې جـــوړه تماشا ده ټول ستادياد نارې سورې دي دا ستادمينې نندارې دي دلته لوی غرونه زرغونيږي د ژوند وږمې په کې چليږيب وراوې شاوخوا کړيږي  سترګې ليدو ته يې هيښيږي لويه خاونده، ټوله،ته يېتل دنړۍ په ښکلېده يې  لرغونې دورې پورې مربوط نور شاعران هم لرو . لکه : باباهوتک ، شيخ ملکيار هوتک،اکبرزمينداور غزلبول شاعر،شيخ ملي، سلطان بهلول لودي،خليل خان نيازی،کجوخان راڼيزی،شيخ محمدصالح، زرغون خان،بابړخان،دوست محمد کاکړ او نور . چې د هر يو ژوندليک او دشعرونو راوړل دلته موضوع اوږدوي . دښځينه شاعرانو څخه به د زرغونې او رابعې يادونه وکړو : زرغونه کاکړه :     په پښتنې ښځينه وو شاعرانو کې زرغونه لومړنۍ شاعره ده،چې شعرونه يې موندل شوي دي ، کېدای شي دا لومړنۍ شاعره نه وي او له دې څخه دمخه هم شاعرانې تېرې شوي دي . دا وخت مشهوره شاعره چې تقريباً د (900 ه ) په شااوخوا کې تېره شوې ده، دملادين  محمد لور وه او د سعدالله خان نورزي ماينه وه . په قوم کاکړه او د کندهار د پنجوايي اوسېدونکې وه. ښکلی خط يې درلود او دسعدي بوستان يې په پښتو نظم ترجمه کړی دی. دپټې خزانې څخه يې د مثنوي يو څوبيته دلته رانقلوو: اورېدلې مې قصه ده چې له شاتو نه خوږه ده داختر په ورځ سهار بايزيد چې ؤ رويدار له حمامه را وتلی په کوڅه کې تېرېدلی اېرې خاورې چاله بامه راچپه کړلې ناپامه مخ او سريې سوککړ په اېرو په خاورو خړ بايزيد په شکرکښوشو  دخپل مخ په پاکېدوشو چې زه وړ يم د بل اور چې په اور کې سم نسکور رابعه :   رابعه د پټې خزانې دليکنو سره سم د ظهيرالدين محمد بابر (937 هه.ق مړ) د زمانې شاعره وه ، په کندهار کې اوسېده او داشعارو ديوان يې درلود .ددې شاعرې دغه لاندې رباعي پټې خزانې راوړې ده :  آدم زاديې زمکې وته ستون کا                      په اور دغم يې سوی لړمون کادوزخ يې روغ کا،پرمخ د زمکې                    نوم يې دهغه دلته بېلتون کا  ددې يوې رباعي پرته ددې نور اثار موږته نه دي معلوم. اما له دې يوې رباعي څخه يې هم دوينا قدرت ښکاري او دا راښيي چې رابعې به په خپل ديوان کې عشقي موضوعات په خورا ادبي نزاکت او لطافت بيان کړي وي . بي بي نيکبخته :     دا مېرمن نېکبخته د شيخ الله داد لور وه،چې پلار نيکه يې په اشنغر کې اوسېدل په (951 هه-ق) کال له شيخ قدم سره واده وکړ. مېرمن نېکبخته زاهده،پرهيزګاره او عالمه ښځه وه. په (969هه-ق) کال يې د (ارشادالفقراء) په نامه يو کتاب ليکلی ؤ، چې درې ټوټې ترې محمد هوتک په پټه خزانه کې اخيستې دي، د يوې ټوټې څو بيته دادي : په زړه ښادشې اې مؤمنه                               په ظاهر په باطن سپينهظاهر زهدپه اخلاص کړې                             په زړه ټينګ شه له يقينهشکر صبرپه هر حال کړه                               خودنمای مه شه خودبينه   دمېرمن نېکبختې لاس ته راغلې منظومې ټوټې تبليغي رنګ لري ، نصايح او پندونه يې په دې اثر کې وړاندې کړي ډي . دپښتو ادبياتو تاريخ دوهمه  (منځنۍ او کلاسيکه) دوره :     دپښتو ادبياتو د تاريخ دوهمه دوره،چې منځنۍ (متوسطه)دوره هم ورته ويلای شو،دلسمې هجري پېړۍ له اواسطو پيل کيږي او دڅوارلسمې هجري پيړۍ ترلومړيو دوو دريو لسيزو پورې رارسي .   دپښتو ادبياتو منځنۍ دوره له سياسي او اېډيالوجيکي مبارزې سره پيل کيږي. خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه دباندې نه وزي .په دې دوره کې پښتو ادبيات د افغانستان ، پښتونخوا او هند په سيمو کې له ځينو ملي مذهبي او پښتني جنبشونو سره په ارتباط کې ايجاديږي او وده کوي .دمنطقي مسلط فرهنګي او ادبي جريانونه پرپښتو ادبياتو خپل اغېز ښندي او دهمدغو جرياناتو  په پيروي په پښتو ادب کې ځانګړي سبکونه پيداکيږي او ځان ته خپل خاص پيروان مومي .مياروښان ديوې مذهبي فرقې دلارښود په توګه په توره او قلم مبارزه کوي . روښان او خوشحال خټک دواړو دپښتنو د خپلواکۍ اوملي حاکميت دپاره توده او سړه جګړه پرمخ بېولې ده . روښانيانو دعرفان له لارې دخلکو دسياسي شعور دلوړولو،په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو،د احساس د وېښولو دپاره آهنګ وال ادبي آثار ايجاد کړل او په دې توګه يې دکتبي ادبياتو پانګه رامنځ ته شوه.   خوشحال خټک پښتو ادبيات د مضمون،شکل او قالب له پلوه غني کړل. ده دفارسي ژبې ټول قالبونه ؛لکه : (مثنوي،غزل،قصيدې،رباعي،مخمس او نور...)  لفظي او معنوي  صنايع په پښتو ادب کې راوستل. دمضمون له پلوه دده په اثارو کې ډېر زيات نوښتونه ليدل کيږي .چې دهغه وخت په شرايطوکې ساری نه لري . دمنځنۍ دورې ادبيات دمضمون او شکل په لحاظ دپخوانۍ دورې له ادبياتو سره جوخت توپيرليدل کيږي.ددې دورې يوه عمده ځانګړنه داده،چې زموږ ددې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي آثار په واک کې لرو .په دې دوره کې دپښتو ادبياتو علايق له ګاونډيو ژبو سره هم پراختيامومي. له عربي،فارسي او هندي ژبو څخه پښتوته او له پښتوڅخه ځينو دغو ژبو ته د آثارو د راکړې ورکړې مسله هم خپلو لوړو پړاوونوته خيژي .     د افکارو ژورتيا،دتخيل رنګيني او دقالبونو تنوع دمنځنۍ ادبي دورې غوره ځانګړنې ګڼل کيږي .     دا څرګنده خبره ده ،چې د روښانيانو عرفان،دخوشحال دملي تشخيص احساس،درحمان بابا ادبي بلاغت دحميد او کاظم شيدا نازکخيالي  د پخوانۍ ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کيږي.په منځنۍ ادبي دوره کې درې مهم پړاوونه د فکري،سياسي او هنري ځانګړنو له مخې دتشخيص وړ دي،چې غوره استازي يې په فکري لحاظ د روښان پلويان په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ رحمان بابا، حميد،شيدا، حنان بارکزی او نور دي . بايزيد روښان        په هغو نثرونوکې،چې دسليمان ماکو نثر وروسته  زموږ لاس ته رسېدلی او همدا اوس يې بېلګه موجوده ده،دخيرالبيان نثر دی .          دخيرالبيان د کتاب مؤلف مياروښان يو له هغو مشهورو او مصروفو ليکوالو او متصرفينو څخه دی ،چې د پښتو ادب په تاريخ کې ډېر شهرت لري . بايزيد روښان سربېره پردې چې يوعالم سړی ؤ،يو توريالی عسکر هم ؤ او ډېره موده يې دمغلو په مقابل کې جکړې کړي دي او دپښتونولۍ نوم يې ساتلی دی. دپلار نوم يې شيخ عبدالله ؤ،چې پس له اوه پښته څخه شيخ سراج الدين  انصاري ته رسيږي ،چې د مياروښان پلار په کاڼي ګرام وزيرستان کې ؤ،مياروښان علاوه پردې چې د بايزيدپه نوم يادېده په پېر روشن يا روښان هم يادشوی دی،مخاليفينويې په ((پير تاريک)) سره هم ياد کړی دی ، دبايزيد انصاري يا بايزيد مسکين په نوم هم ذکر شوی دی .      بايزيد روښان  په سنه (932 ه ) کال زېږېدلی  او په  (994ه ) کال کې وفات شوی دی،دښاغلي خادم دليکنو له مخې پير روښان د ملاپاينده نومې سړي څخه چې دده د پلار له شاګردانو څخه ؤ درس ويلی دی او طريقت يې له خواجه اسماعيل څخه چې د رياضت خاوند ؤ او ډېر مُريدان  او معتقدان يې لرل،اخيستی دی، بيا وروسته په خپله دطريقې په مخ بېولو کې لارښود او رهبر شو او د خاص مسلک او  طريقت خاوند شو.دخيرالبيان د نثر نمونه :       ادميان زما په هستۍ کې دي زما هستي ده په ادميانو لکه کبونه په اوبواو اوبه په کبونو کې لکه کبونه په اوبوژوندي دي په ماژوندي دي ادميان ، په قرآن کې ويلي دي سبحان کب چې په اوبو کې ګرزي مخ يې واوبو ته شي هسې هر لور وته چې جاروزي مخ يې وماته شي د ادميانو زه يم وېښته په پوست کې د ادميانو په  وينو په غوښه د ادميانو په رګ په پله د ادميانو په هډو په ماغزه د ادميانو په هرڅه کې يم،چې څه شته دسړي په ځان تحقيق ده زما هستي له هره څيزه بهر لکه ده له ادميانو زه نږدې يم  ادميانو ته له ځانه .     د خيرالبيان اصلي نسخه په لاس کې نه شته او دغه راز څونمونې مارګين سټرن ترېنه په خپله يوه مقاله کې رانقل کړي دي ،چې خپله نظريه يې پرې داسې څرګنده کړې ده :    دخيرالبيان په نثرکې د عربي ژبې رنګ او تأثير ښکاره دی،جمله بندي يې عيناً په عربي سبک تطبيقيږي .    دمقفی نثر لومړۍ نمونه په پښتو کې د خيرالبيان څخه لاس ته راځي، تر دې دمخه موږ د دغسې نثر نمونه په پښتو کې نه وينو .په پښتو کې ديني او اخلاقي مسايل او د آياتونو او حديثونو ترجمې هم غالباً له خيرالبيان  څخه شروع کيږ ي. د خيرالبيان نثر د لسم هجري قرن نثر يوه نمونه ده او په دغه وخت کې فارسي نثر هم د عربي له تأثير لاندې ؤ . خوشحال خټک    خوشحال خان د شهبازخان زوی د (1022 ّّه.ق) کال د ربيع الثاني په مياشت د خټکو د اکوړې په سرای کې زېږېدلی دی .    خوشحال خان په خپله يوه قصيده کې خپل ځان داسې راپيژندلی دی : زه خوشحال د شهباز خان                      چې تورزن يم کان په کانشــــهبازخان ديحی خان و                      چې بل نه و هـــسې ځوانيـــــحــی خـــان د اکـوړي و                       چې په توره شــو سلطاندهجرت زردوه ويشت سن و                  چـــې زه راغــلم په جهانهــغه کال پوره پـنــځـوس و                   چې شهيد شو شهباز خاندهـــغــــــه دور بادشـــــاه و                         قــــدر دان شــــــاه جهاندپلارځای يې وماته راکړ                         پــه ولس شوم حکمران  دخوشحال خان ددې قصيدې د پورته بيتونو څخه د خوشحال  د ژوند زمانه او دده دکورنۍ شجره ډېره ښه معلوميږي .            دکوچنيوالي څخه د خوشحال ژوند له ځينو حوادثو سره ملګری دی ، دمثال په ډول په (1029 ه . ق) کال د خوشحال دشپږو کالو ؤ،چې په لنډي سيند کې لاهوشو او نجات يې وموند. په (1030 هه.ق) کال دی د اتو کالو ؤ ،چې له څپرې نه کاڼی پرې راولوېد دا ځل له مرګ نه بچ شو .   خوشحال خان خټک نه يوازې د خپل وخت او زمان يو ټولنيز،سياسي شخصيت او بريالی سالار ؤ، بلکې دی دپښتو ژبې يو داسې شاعر او ليکوال ؤ ، که ووايو د پښتو ادب تاريخ دده له نامه او اثارو پرته نيمګړی دی ، نو دا به کومه د مبالغې خبره نه وي .           خوشحال خټک لکه چې يې ويلي دي ، پښتو ژبې او ادب ته په نظم او نثر کې هغه څه ورکړل،چې ترده دمخه او وروسته يې ښايي ساری موږ په ندرت سره بيامومو. په تازه تازه مضمون دپښتو شعرپه مانا مې دشېراز او خجند کړپه بل ځای کې بيا وايي : که دنظم که دنثر که دخط دی                           په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه   خوشحال دمغلي واکمنو له خوا بندي شوی هم دی . پس له بنده دی دا عزم                            د خوشحال د خاطر جزميانيولی مخ مـکـې تـــه                          يـا مـــغــــلــــو ســــــره رزم     تربند دمخه د خوشحال بابا آثار يوډول تمايلات لري او تربند وروسته يې شعر او هنر بل رنګ اخلي . محققانو د خوشحال د آثارو شمېره ډېره زياته ښوولې ده ، خو هغه آثار،چې معلوم دي په لاندې ډول دي :     دخوشحال کليات،چې دبيتونو شمېر يې تر څلوېښت زرو ډېر ښودل شوی دی. فراقنامه،دستارنامه،بازنامه،فالنامه،فضل نامه،طب نامه،بياض، ځنځيرۍ ، سواتنامه، پارسي ديوان،اخلاقنامه د خوشحال آثار نه يوازې د کميت په لحاظ ديادونې او مننې وړدي، بلکې په کيفي لحاظ هم د خوشحال د آثارو کيفيت ډېر لوړ دی . خوشحال تر (1100 ه .ق) پورې ژوندی ؤ،دده په کليات کې قصيدې،غزلې،رباعي،قطعې،مخمس،مسدس،معشر،ترکيب بند، ترجيح بند، مثنوي،ذوالقافيتين او نور پيدا کولای شو .   دخوشحال د ښکلو غزلونو څخه ديوې  غزلې څو بېته د بېلګې په توګه راوړو :توره چې تېرېږي خوګوزار لره که نهزلفې چې ول ول شي خوخپل يار لره که نهولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړهسترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نهشېخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلمهرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نهمی شته چنګ و نی شته د خپل يار سره خوشحالهخپل بياض په لاس کې څه ګلزار لره که نه رحمان بابا    رحمان بابا په بهادر کلي کې،چې له پېښور څخه درې ميله لرې جنوبي اړخ ته پروت دی . له عبدالستار مومند کره وزېږېده .       پټه خزانه د رحمان بابا د زېږېدو کال  (1042 ه .ق) ښيي، لکه څنګه چې مشهوره ده رحمان بابا پيدا شوی خو په بهادر کلي کې ؤ، وروسته د ځينو وجوهاتو له کبله يې  خپل کلی  پرېښود او هزار خوانې ته راغی .    رحمان بابا له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه  زده کړه کړې او له هغه څخه يې فقه او تصوف زده کړل ، بيا کوهاټ ته ولاړ هلته يې سبقونه  ولوستل او ښه عالم شو .  رحمان بابا يو عالم او عابد سړی ؤ .   رحمان بابا د خپل وخت رواجي علوم لوستي وو، په پارسي او عربي ادب کې يې مطالعه درلوده، رحمان بابا  دتصوف له رموزو هم خبر ؤ . د رحمان بلبل تصوف سړی له خدای او دخدای  له مخلوق سره د ناپايې مينې په اظهار کې خلاصه کولای شي . د استاد کامل په وينا : ((له خدای دهغه له مخلوق سره محبت دتصوف داسې اصول دي چې له مذهب سره د بشپړ مطابقت،پاکۍ او عظمت له پلوه ډېر منل شوي  دي )). د رحمان بابا د شاعرۍ پيغام همدا محبت  دی .    استاد روهي په خپله يوه ليکنه کې دا نظريه داسې تفسير کړې ده چې : ((رحمان بابا د يوه فقر ځپلي اولس زړه ته دخپل پيغام په وسيله لار پيدا کوي او ددغه پيغام اصلي جوهر مينه او محبت دی . عشق او محبت نه يوازې د انسان د نجات وسيله ده،بلکې د جهان دتکوين لومړنی محرک هم دی . لکه رحمان بابا چې ويلي دي : داجهان دی خدای له عشقه پيدا کړی              دجملوو مخلوقاتو پلار دی دا   دپښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په (1128 هه.ق) کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او دپېښور د هزارخانې په هديره کې خاورته وسپارل شو . له ده څخه په پښتو ژبه دشعر يوښکلی دېوان راپاتې دی،چې په دوو دفترونو کې تنظيم شوی دی. دا دېوان په پښتوکې مشهور او داحترام وړ دی او خلک فالونه پر باسي او خپل مرادونه ځنې غواړي . په دې دېوان کې ښکلې غزلې، قصيده ډوله اوږدې غزلې مخمس اومسبع پيداکيږي . دده روان ساده او عام فهمه شعر د هر چا او هرې  سويې د خاوند پر مزاج برابر دی ، دده شعر که آسان دی خو ژور  انساني مفاهيم په کې رانغښتي دي .درحمان بابا دشعر يوه بېلګه : که په ګنج دشاهي فخرشهريارکا                          عاشقان يې ددلبروپه رخسارکاخرقه پوشوپه خرقه کې دی موندلی              هغه حظ چې په دنيايې دنيار دارکاپتنګانولره خدای په اورکې ورکړ                 هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کانيک ساعت په بدبدل د هيچامه شه               په وصال کې غم دهجروردوڅارکادبېړۍپه ډوبېده چې خدای راضي شي             يګانګي دزړونو کله هلته کار کاهغه مخ چې مادر زادښايسته نه  دی                    مشقت دمشاطې واړه مردار کاباز دنار له خوبه پاڅي پسې ګرځي                چې فلک دعاشقانو بخت بېدار کانيمه شپه يې يار ترسره پورې کښېني             لکه شمع چې څوک بله په مزار کادمستۍ د هوښيارۍ يې يون څرګند دی         په هرچاکې چې څه وي هسې رفتار کارحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دیچې ددين متاع بدله په دينار کا     عبدالحميد مومند   عبدالحميد مومندهم له بده مرغه د پښتود همهغويوڅو وتليو شاعرانو په لړ کې دی،چې د زده کړې او مړينې جوتې نېټې يې لاهم د څيړنې په تورو اوبو کې ډوبې دي خو بيا هم دحميدبابا دټاټوبي  او زېږنځي په باب هم پښتانه پوهان او دپښتنو څېړونکي يوه خوله نه وو خو وروستيو پلټنو جوته کړه،چې حميدبابا دپېښور کوهاټ سړک او باړې رود پرښۍ غاړه پراته کلي ماشوګګړ ماشو کې زېږېدلی دی .   تر (1338) لمريز کال  او (1959 زېږديز) کال پورې کورني څېړونکي او بهرني ختيځپوهان پښتو څېړونکي او ليکوال د راورټي د روايت له مخې په دې  عقيده ؤ،چې ګڼې حميد مومند تر (1145 هه.ق) پورې ژوندی و او يا د بلومهارت Blumharat  په وينا پر همدغه کال مړ دی .   خو د حميد بابا دشرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه عقيده واوښته او تر  (1148 ه .ق) پورې د حميد ژوند يقيني ثابت شو .     دحميد بابا  مزار د ماشو (ماشوګګړ) په لويه هديره کې دی ، دحميد دېوان چې د اټکل له مخې دده په ژوند ټول شوی دی په ادبي حلقو کې په دُر مرجان مشهور دی . دعبدالحميد مومند وروستی او تر ټولوچاپ شويو ديوانونو بشپړ ديوان همدا سرمحقق هېوادمل په زيار ديوان دی ،چې (290)غزلې او قصيده ډوله غزلې،قصيدې ، يومخمس، يو ترکيب بند او دوې څلوريزې لري، چې د ټولو بيتونو شمېر يې (2932) ته رسي د حميد مومند نور مشهور آثار دادي :    نيرنګ عشق ، دعزيز او شاهد دمينې سوځنده داستان دی،چې پښتو ژباړه يې دحميد له برکته په ادبي حلقوکې هم د ډېر لوړ نامه خاونده شوې ده .شاه او ګدا د حميد بابا دا منظومه داستاني ژباړه ده . دشاه ګدا د بيتونو شمېره  (1788) بيته ده .حميدبابا دغه کتاب په داسې ډول ترجمه کړی دی،چې دترجمې په فن کې يې ځانله يو ښکاره مقام پيدا کړی دی .شرعة الاسلام : دا کتاب  په پاړسو هم ترجمه شوی دی . چې د تذکرةالابرار و الاشرار په مأخذونو کې راوړل شوی دی .پښتو منظومه ترجمه يې دحميد مومند په غښتلي قلم ليکل شوی ده،چې په پښتو تبليغي اثارو کې د ادبي  نفاست له مخې هسکه درجه لري . دا دخوږ ژبي  شاعر حميد مومند د نظم نمونه : نــــــــــه زمـاده نــه دســتــاده دادنـــيـــا                    پــاتــې شــوې لـه هــرچاده دادنياديـــوه غــېـږ کـې پرته وبل ته خاندي                     څــه لــولۍ او بـې حياده دا دنياپـــه رڼـــايـــې دچــاکارنـه پوره کيږي                    دآسمان برق وبرېښناده داد دنيـاکه ظاهرښکلې زېباليده شي څـه شـو                   پــه بــاطــن تــوره بــلاده دا دنـيـامـــروت د آشــنـايـۍ پـه کـې نــه شـته                     کـــه اشـــنـا ده نا آشــناده دا دنياپه يوځای يې ټيکاو هېچېرې نه شي                   لکه سيوری خوا وشا ده دا دنياتــل پـه ځـان پـورې دخـپــلـو طـالبانـو                  مسخــرې کـاپــه خـندا ده دا دنياپه سودا يې سودمن شوي هېڅوک نه دی                   جـــوفــروش ګـنـدم نماده دا دنياچې حميدپه کې خندا کا رېشخندي کاځـــای د غـــــــم او د ژړا ده دا دنـــــيـــــــــا     دپښتو ادبياتو اوسنۍ دوره :            دپښتو دادبي تاريخ اوسنۍ دوره،دشلمې پيړۍ له دوهمې لسيزې څخه پيل کيږي . دا بايد ووايو،چې په (1839 زېږديز) کال د ډيورنډ د تحميلي کرښې په اثر د ادبي تحول اوسنۍ دوره په لره او بره پښتونخوا کې دسياسي جريانون د جلاوالي په سبب يو شانته انکشاف نه کوي خوپيلامه يې يوشانته ده .           د اوسنۍ ادبي دورې  ادبيات دمنځنۍ دورې ادبياتو سره د محتوی، شکل،ژانرونو او قالبونو له پلوه څرګندتوپير لري او دادبي تحول نوې دوره بلل کېدای شي .    دمضمون او محتوا له پلوه د اوسنۍ دورې په ادبياتو کې نوي فکري او سياسي تمايلات،نوي هنري مېتودونه لکه (ريالېزم او نور) نوي ادبي ژانرونه لکه (ناول،لنډه کيسه،نوی شعر، ادبي ټوټه،طنز او نور) رامنځ ته شوي دي .   په ادبي قالبونو کې هم نوی شعر،منثور شعر په ايجادولو سره تنوع او نوښتونه منځ ته راځي . دپښتو دمعاصر ادب دپيلامې په اړوند دپوهانو اندونه يوډول نه دي. خو دپښتو ادبياتو تاريخ معاصره دوره کتاب مؤلف سرمحقق صديق روهي په عقيده  دپښتو معاصر ادب په لره پښتونخوا کې د (1910 زېږديز) کال شا او خوا د (افغان) جريدې په خپرېدلو سره پيليږي. په دغه جريده کې دپښتو ادب نوي ژانرونه باب شول او د راحت زاخيلي،فضل محمودمخفي،عبدالاکبر خان اکبر غوندې ليکوالو او شاعرانو  دمعاصر ادب زړي وکرل .     په افغانستان کې د سراج الاخبار د دوهم ځل (1911 زېږديز) کال په خپرېدو سره دپښتو معاصر ادب بنسټ کېښودل شو. د سراج الاخبار د جريدې په خپرېدلو سره دپښتوژبې او ادبياتو ته هم دانکشاف زمينه  برابريږي. په همدې وخت کې په لره او بره پښتونخوا کې ډېر داسې ځوانان موجود وو،چې د نويوعلمونو او اروپايي ادب مطالعه يې کړې وه،نوي ادبي ژانرونه او فورمونه يې پيژندلي وو. دخپل خيال د اظهار لپاره يې نوې لارې په نښه کړې وې .او دپښتو د لرغوني ادب پر پاخه بنسټ يې دپښتو د ننني ادب ماڼۍ پيل کړه،په افغانستان کې د ((سراج الاخبار افغانستان)) جريده د مولوي عبدالرؤف کندهاري له خوا د (1906 زېږديز) کال د جنوري په يوولسمه نېټه له چاپه راووتله خو له همدغې لومړۍ ګڼې له خپرېدلو وروسته جريده بنده شوه او دوهم ځل لپاره د (سراج الاخبارافغانيه) په نامه په (1911 زېږديز) دمحمود طرزي په مديريت او مشرۍ خپره شوه .  محمود طرزي او عبدالرحمن لودين په (سراج الاخبار افغانيه) کې دپښتو نظمونو او مقالو خپرولو ته په اګاهانه توګه پاملرنه اړولې وه . دپښتو لومړی شعر چې په دې جريده کې خپور شودمولوي صالح محمدکندهاري شعر دی : داڅـــه عــجب دوران دی چې راغلی په افغان دی                                                                     رنـــګــــارنــــګــــه تـــــرقــــي ده                                                                      څه عجب محبوب عنوان دیداله کومه سو په موږ کېچې ظـــاهــــراونمايان دی                                                                   داخـــــوعــــصــــر دســـــــراج دی                                                                  چې افغان ټول پرې روښان دیته ســـــراج الاخــبـــار تــه ګــورهچې دملک په تن کې ځان دی                                                                      اوس بــيا نــور علي نور سو                                                                      په پښتوچې دی ګويان دیپه دغه شعرکې دنوي دوران دپيلېدو زېری ورکړل شوی دی . د اوسنۍ او معاصرې دورې د ځينو شاعرانو شعرونه او دکلام نمونې : مولوي صالح محمد کندهاری : (1269 – 1339 هه.ش)      صالح محمدهوتک په کندهار کې زېږېدلی او دپنځلس کلنۍ په عمر کابل ته راغی . لومړنۍ زده کړه يې دکابل د حبيبې په مدرسه کې سرته ورسوله او بيا په هماغه مدرسه کې دښوونکي په توګه مقرر شو .    مولوي صالح محمد هوتک دپښتو ژبې درس ورکاوه او دپښتو درسي کتابونه يې ليکلي دي . دده آثار دادي : خود آموز پښتو لومړی کتاب پښتوژبه لومړی ټوک،دوهم ټوک دپښتوژبې لپاره تدريسي کتاب پښتوصرف او نحو،له اردو څخه ژباړل شوی دعزيزي تفسير ترجمه په پښتو ژبه اطاعت اولوالامر په پښتو ژبه پښتومقنوي    دمولوي صالح محمد ډېرۍ ليکنې تعليمي او تدريسي بڼه لري،ده دپښتو د معاصر ادب د سرلاري په توګه نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. دده يو بل شعر چې دلومړۍ نړيوالې جګړې په وخت کې يې دعثماني ترکيې په ملاتړ ويلی او په سراج الاخبارکې چاپ شوی دی. دانګرېزانو د سخت غبرګون سره مخ شو . هغه شعر دادی :   ته کره د زمکې ګورهنظر وکړه زما ورورهدنياده پــــرشور راغلېتــــورېـــدلې،قهرېدلېلري ډول چــــې پرې دنيا دیپــــريــورپ که پر اېشيا دیټول په جنـګ سره اخته ديپــــه ســـرو وينواغشته ديجرمــن دی خدای ګمارلیروس،انـګرېز ته شکارلیانګرېزان په وير اخته دي ډېر مغموم خورا خفه دیهــــــمـــــت ګـــوره دتـــرکانودرومــــيـــــانو،عــثمــانيانواې زمـــــــا بــــرادرانـــواې جمله مســــلـمانانوښه فرصت دی خدای راکړېښــــه مــوقـــع دی پـــيـداکړېچې کفار سـره اخـــتـه ديپه سرو ويـنو اغشته د ي  دغه مثنوي ټوله (70) بيته ده. داسې ښکاري چې انګرېزانو به امير حبيب الله خان ته سپارښتنه کړي وي،چې د مولوي صالح محمدکندهاري د آثارو د خپرېدو مخه ونيسي. تريوه کال پورې چابيا په سراج الاخبارکې دده اثر ونه ليد. ددې لپاره چې د خپلو اثارو د خپرېدو لپاره يې لار خلاصه کړې وي. په (1295 هه.ش) کې يې د (اطاعت اولوالامر) تر سرليک لاندې يو شعر له چاپه راووت . د مولوي صالح محمد (دبلبل ژړا) يا (په قفس کې بلبل) په نامه شعر ډېر شهرت لري، دا دعبدالهادي داوي د شعر ژباړه ده .غلام محی الدين افغان (1279 – 1339 هه.ق)    غلام محی الدين افغان د عبدالرشيد زوی،په کندهار کې زېږېدلی دی،د تبعيد په موده کې يې په هند کې عصري پوهنې زده کړي .  ويل کيږي چې دی په اردو،سنسګرېت،عربي ،انګريزي او فارسي ژبو پوهېده. دی،چې کله کابل ته راستون شود هېواد، د ځوانانود روزنې په منظور يې معارف ته مخه کړه او د دارالمعلمين مدير وټاکل شو .    د خپلواکۍ دبشپړتيا،دعصري پوهنو د تعميم ، پراختيا او د ملي احساس د وېښتيا په لار کې يې هلې ځلې وکړې. افغان دپښتو ژبې د سوچه کولو سره هم مينه درلوده. غلام محی الدين  افغان په (1300 ه .ش) کال خپلې نغمې بس کړې او همېشني باغ ته يې سفر وکړ. (دمړينې نېټه  چهارشنبه، د زمري 11، 1300 هه.مطابق 28  ذيقعده 1339) .دافغان دشعر يوه بېلګه : زړه زمــــاډک دی لـــه مــيـــنــــې دوطــــن          خپل وطن ماتـه عزيزدی ترخپل تنهريوګل مې دوطن پرما ډېــر ګران دی            تــــرکـشـميره،ترپـاريس و تر لـندنشيرين ځان مې په شيرين وطن فدا دی          زه خــودارنګه فــرهـاد يـمه کوهکنګـــلـســتــان مـې دوطـن لادرکــنـــار دی           خـــارســـتان دی دوطـن راته ګلـشندوطــن پــه حــمــايـت کې ځان مباح دی           پــه دامــيـنـه کې لازم دی سرباختن چـې دچــاپـه ســرســودا د وطــن نـه وي            ســـردده دی مـــســتــحـــق د بــريدنچاپه زړه کې چې جنون د وطــن نه وي            دهغه زړه خدای همېش لري غمجنکه څه ډېر دي په جهان کې عـزتـونـهډېر عزت دی په خدمت کې د وطن ګل پاچا الفت (1288 – 1356 هه.ش)        ګل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوی دسيد فقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون په (1909) زېږديز کال،چې د (1288 هه.ش) سره سمون لري د لغمان ولايت د عزيز خان په کڅ کې زېږېدلی دی .     ګل پاچا الفت دپښتو د معاصرو ادبياتو هغه لوی اديب،شاعر او ليکوال دی،چې په ادبپوهنې،ژبپوهنې او لغتپوهنې کې دده ادبي او هنري خدمتونه او دده نه ستړې کېدونکې هڅې نه يوازې د هېرېدو نه دي، بلکې زموږ د اوسني او راتلونکي نسل لپاره ديو لوی ادبي او هنري مکتب حيثيت لري . ځکه چې دی، په نظم او نثر کې د ځانګړي سبک خاوند ليکوال دی .    الفت د زړه رنځور ؤ او د همدغې ناروغۍ له امله په (1977) زېږديز کال،چې د (1356 هه.ش) کال سره برابر دی د قوس مياشتې په (28) مه د (63) کالو په عمر له دې نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې او په ډېر درنښت د لغمان د عزيز خان په کڅ کې د کابل جلال اباد، د لويې لارې په غاړه په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو .دالفت چاپ شوي کتابونه او رسالې : 1- دپسرلي نغمه      2- ښه لمسون      3- عالي افکار     4- د آزادۍ پيغام  5- غوره اشعار     6- د زړه وينا    7 – د الفت خبرې.    8 – بله ډيوه9 – نوی سبک او نوی ادب    10- غوره نثرونه       11- لغوي څېړنه12-ليکوالي املاء او انشأ      13- څه ليکل يا ليک پوهه  14- ادبي بحثونه15- پښتو سندرې      16- ملي قهرمان  17- منطق      18- اسلام او داسلام نقش دفرد او جامعې په جوړولو کې     19- اجتماعي نظريات   20ـ دټولنې علم    21 – لوړ خيالونه او ژور فکرونه     22- احمدشاه بابا افغان ....دالفت دشعر بېلګه :                زما ګناهنه مې دچامال خوړلی نه مې څوک وژلي دينه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي                                                        نـــــــــوره ګـــــنــاه نـه لرم په دې ګناه مې مه نيسه                                                      زړه کې مې چې پـټ ظالم ته بدغوندې کتلي ديوخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمهنه يمه منکر په مظلومانــــو مې ژړلي دي                                                           داګناه دســــــتـــرګــو کـــه د زړه ده نـه پوهېږمه                                                           بدمې چې ليدلي خدايږو بد مې هم ګڼلي دیزه يې په ليدلو او ويلو ګناه ګـــار شــــومــه نوريې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي                                                       نـــه يـــمـه خــــايـــن پــه خــيــانت د نورو پوه يمه                                                        پوهه که ګناه وي خلق ټول اوس پــوهېدلي ديداچې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټـــيـــټ سـرونه همستامخ کې چې سم نه شوه سم کله چليدلي دي                                                     هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان دتاغلام ګڼي                                                    مــــا غـــــلامــــــانـــــــه ذهــــنـــيــوتــونه پيژندلي ديلوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي دبل ډېر په دغه شغل رياست ته رسـېدلي دي   دګل پاچا الفت دنثريوه بېلګه :ملي يووالی   هغه خلک چې په يوه وطن کې اوسيږي ګټه او زيان يې يو دی،ديوه واکمن امرته يې غاړه اېښې وي له يوه بېرغ لاندې راټوليږي اومشترک تاريخ لري يو ملت بلل کيږي .       افغانستان يو وطن دی، ددې وطن ټول اوسېدونکي يوملت دی،ددې ملت نوم افغان دی،لکه چې په افغانستان کې ساړه او تاوده ،وچ اولامده،هسک اوټيټ ځايونه شته،چې په ځينوکې يو راز غلې او يوې کيږي په ځينو کې بل راز. په ملت کې هم راز راز خلک شته،وطن هغه تنګ او کوچنی کور نه دی چې ديوه پلار او ديوې مور اولادونه به په کې استوګنه لري  اونه هغه کلی دی، چې ټول اوسېدونکي به يې يوخېل يا قوم وي په دې اوسنۍ زمانه کې اوس ځينې داسې کورونه هم شته،چې يومسلمان پښتون له يوې روسي يا امريکايي مېرمنې سره په کې اوسيږي او دواړه ديوه اولاد مور او پلار وي  .   هرکله چې په يوه کاله کې دا حال دی نوپه يوه لوی وطن کې به ولې هندو اومسلمان،شعيه او سني،پښتون او تاجک ديوه ملت په  حيث نه اوسيږي.زه ډېر داسې دوه وروڼه پيژنم چې يو پښتو وايي او بل پاړسي .    (دالفت نثري کليات   107 مخ ) عبدالحی حبيبي (1289 – 1363 ه .ش)     عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوی ،په قوم کاکړ اوپه  (1289 ه ) کال د کندهار په ښار کې زېږېدلی دی . څرنګه چې دی دکندهار دسترعالم مولوي حبيب الله  (مشهورپه حبو اخونزاده) کورنۍ ته منسوب دی نو ځکه يې پرځان د حبيبي تخلص اېښی دی .       پوهاندعبدالحی حبيبي دپښتو ژبې،ادب او دپښتنو دتاريخ ترټولو ستر محقق دی او د همدې امله يې د (لوی استاد) لقب ګټلی دی .     لوی استاد په خپلو څېړنو کې دپښتو ادبياتو ډېر تياره ګوټونه روښانه کړي دي، ده په سلګونو آثار (کتابونه،رسالې او مقالې) ليکلي دي .      په فارسي ژبه دده ډېرۍ ليکنې دپښتو ادبياتو اود افغانستان تاريخ معرفي کولو ته وقف شوي دي.   پوهاند حبيبي د ادب او هنر په هر ادبي  او هنري ژانر کې دپوره صلاحيت خاوند ؤ، هغه په  هنري نثرکې لومړی سړی ؤ،چې په (1314 هه.ش) کال يې يو هنري نثر (اثر) د ((توريالۍ پښتنه)) په نوم وليکه او له هغه وروسته يې دپښتو ادبياتودتاريخ لپاره دومره کار کړی دی،چې تر اوسه هيڅ ليکوال او اديب په دې اندازه قلم نه دی چلولی. استاد نه يوازې پښتو ژبې او ادب ته خدمت کړی دی بلکې دري ژبې ته يې هم ډېر خدمتونه کړي دي .دعبدالحی حبيبي دځينو اثارو نومونه دادي :1- سپيڅلې پښتو     2- تاريخچه پشتو  3- دسليمان مالو تذکرة او دپټې خزانې ميندل     4- پښتو ادبياتوتاريخ لومړی ټوک او دوهم ټوک  5- پښتانه شعراء لومړی ټوک  6- پښتو لويکانو غزنه  7- پښتو او پښتونواله     8- مشاهير افغانستان  9- پسرلنۍ سندره     10ـ دډارمسټر دهار وبهار ژباړه   11- تاريخ مختصر افغانستاندعبدالحی حبيبي د نثر نمونه : دفداکارۍ صحنه      دننګيالوپښتنوکهول لاپرلارې وه،چې خدای سپېدې وچاودې،سهارسو پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه.ترلمانځه وروسته زمري خان بابا توره له تېکې راوکښه،په پښتني جوش يې وويل ((خدايه! داتوره ماستاد رضا او د پښتنوالي او ننګ او ناموس دساتنې دپاره راکښلې ده ، زه ځان او خپل ګران زوی او دسترګو توره تورپيکۍ او خپله پښتنه ملګرې زرغونه پرتاسپارم! )).  دايې وويل د لمر لومړيو وړانګو دده توره برېښوله،مخ پرنوې کلاراغلل. هرڅومې چې رانږدې کيږي،ګرز او غبار،د توپو ډزهار،دټوپکو ټکهار،د تيارو غړمبهار ډېرېږي او داسې ښکاري،چې دسپين بولدک پرکلا دمحشر ورځ ده . ننګياليو پښتنوچې دا حال وليد ځانونه يې چمتو کړه . دسپين ږيري بابا دپښتونوالي احساسات مشتعل سوه ناره يې کړه :« دا کلا...دازمکه...داخاوره...داوطن...دازموږ دپلاراونيکه هديره...مګر خاوند نه لري ؟خدايه پښتانه ژوندي دي که مړه ؟بياپردې خاوره د غليم قدمونه اېښود کيږي؟ها – دميوند زمرو ! ...څه سواست ؟ها – داحمدشاه بابا او اکبر غازي اولاده ! ...چېرې ياست ؟ها – پښتو او پښتنوالې ! ...ها ! – د بارک او اڅک زامنو ! ...د ننګ او ناموس وخت دی ...»   پرسپينه ږيره يې روڼې اوښکې بهيږي آخره پلا خپل ګران ګلالی زوی ريدي په بغل کې نيسي،پرتندي يې مچوي،وايي : (( خدايه ! ...دا زوی خو خاص ددغې ورځې دپاره لوی کړی ،،دادی ستا رضا او دوطن دپاره يې قرباني کوم !...))   تردې وروسته تورپېکۍ هم پرسپين باړخو باندې مچوي ورته وايي : ((جنکۍ ! دسترګو تورې ! دپښتانه مېرمنې تل پرخپل ننګ و ناموس ترسر تېريږي. له خدايه غواړم چې ته هم يوه توريالۍ پښتنه سې او د وطن انتقام له غليم څخه واخلې . ريدي خان،چې هم آخر وليد خپله ګرانه او دزړه سر محبوبه يې په بغل کې ونيوه،آخرنۍ  وداع يې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه تابه ويل يو اهل جنت له حورې سره مينه کوي ...وروسته نو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ورمچ کړه او حق پليت يې ځينې واخيست . تورې له تېکې څخه وبرېښېدلې. ټوله په ګډه دفداکارۍ ميدان ته راغلل.  ( دتورپيکۍ کيسه په اوسني ليکوال کې بشپړه چاپ شوې ده،ودې کتل شي )    داستاد حبيبي دشعر بېلګه : سپوږمۍ !  داســـمـــان ســـپــينې سپوږميه !مخ دې روڼ،تندی دې ورين دی                                                                      شا او خوا دې پلوشې ځي                                                                     په رڼادې تور بڼ سپين دیدويــــرجــــنــــــو خــــوالــه ګرېراسه زړه مې ډېرغمګين دی                                                                      راسه زماګرانې پۍ مخې!                                                                      چې يودم د زړه خواله کړوسره کښېنو لاس تر غـاړه خواپه خوا سره پاله کړو                                                                   ښــــکـــلـې پېغلې مه شرمېږه                                                                    پــټ دې ولې ترغره مخ کی؟ته يې زماد زړګي مــلګرې تل به نوروپر موږ رخ کی                                                                     لـــه هـــــېواده لېرې ګرځم                                                                    زماپــه زړه پورې ملګرې!د وطن بل څــوک خو نسته دلـــــتــــه يـــم يـوازې لېرې                                                                  نه خواږه ياران خپلوان سـته                                                                  نــــه ددوی خـــــوږې  خـــبـرېيوه ته يې زما ملـګرې راسره يې له هـــېـواده                                                                   هم هورې يې هم دلې يې                                                                    خدای دې تل ولره ښاده!چې زه درومم ته هــــم درومــېچې زه ناست يم،ناسته ته يـې                                                                    په ځغاســـته راسره ځغلې                                                                    چـــې بــېده يــم ته بېده يېوفـــــاداره ښـــــکـــــلـــې پېغله ته سپوږمۍ ،که پـښتنه يې؟                                                                      ســــتا وفا دپــــښــتنو ده                                                                       اسماني پېغلــې نجلۍ !په ښوی ښکلې پښتنه يې دغـــــمــــجـــن مـــيـن شهۍ   عبدالرؤف بېنوا (1293 – 1363 ه ،ش)      عبدالرؤف بېنوا د مفتي عبدالله زوی په (1293 ه ،ش) کال چې د (1913) زېږديز کال سره سمون خوري، په کندهار کې زېږېدلی دی، په خټه الېزی پښتون دی. لومړنۍ زده کړې يې د خپلې کورنۍ د غړو  او دکندهاري عالمانو څخه کړې ده، وروسته يې په خصوصي ډول زده کړې او مطالعې ته دوام ورکړ.بېنوا ډېر اثار ليکلي دي،چې مشهور يې دادي :   پښتنې مېرمنې،مېرويس نيکه،ادبي فنون،هوتکي ها، پرېشانه افکار، ټاګور دکيتاانجلي ژباړه،اوسنی ليکوال (درې ټوکه)، پښتونستان،پښتو کلي ، پردېس،پښتو د شاهانو په دربار کې، خوشحال خان خټک څه وايي، چند آهنګ ملي ، د غنمو وږی ، د افغانستان تاريخي پېښې، د زړه خواله ،د افغانستان نوميالي (په درې ټوکه کې) او نور .  استاد بېنوا د پښتو د معاصر ادب ښه ليکوال او شاعر تېرشوی دی، په هنري نثرکې خصوصاً ډرامه کې لومړی ليکوال دی . بېنوا په (1363 ه .ش) کال د سرطان دناروغۍ له پاره نيويارک ته ولاړ، هلته وفات شو او په نيو جرسي کې خاورو ته وسپارل شو .    خوا دبېنوا وصيت ترسرليک لاندې شعر کې بېنوا داسې غوښتنه کړې، کله چې وطن د سرو لښکرو نه ازاد شي نو زما هډونه به خپل وطن پاک افغانستان ته رسوﺉ. ددې وصيت وروستي درې بيته داسې دي :   زما هډونه به دروړﺉ وخپل وطن تهمړبلبل به رسوﺉ وخپل ګلشن تهښخوﺉ به ماپه پاک افغانستان کېدپروټو،ننګياليو په جهان کېزماپه شنخته به ليکی ځلميو! دا((دلته ښح دی پردېس شوی بېنوا))دبېنوا دشعر بېلګه : غلی شانته انقلابنسيم ووې دګـل غوږ کې،بدل شوديارانې رنګ غلی شـــــــانته انقلاب دی،بدلوي دزمانې رنګ                         ورسره نوي رنګونه                 رنګارنګ تحولونه                                          کړي سمسور به زاغ رغونهنوی سـاز نوی آواز دی،هم شونوی دنغمې رنګغلی شــــــانته انقلاب دی، بدلوي دزمانې رنګ               نوی دام نوی صياد دی                 نوی چل نوی بېداد دی                                             نوی آه نوی فرياد دی هوښياري صـيد لره بويه، بدل شوی د دانې رنګغلی شانـــــتـــه انـقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ              لري نوي محبسونه                         نه يو سرای نه يوه خونه                                          حبسوي لوی هېوادونهچې بندي پرې نه پوهيږي،داسې شــو د زولانې رنګغلی شانته انــــقـــلاب دی ، بــــدلـــوي د زمانې رنګ                   طلايي جام کې د دور                  شراب زهر دي په دور                                            نوشېدل يې غواړي غورای سرمست زلميه پام کـړه،بل راز شو دميخانې رنګغــــلی شانته انـــــقـــــلاب دی  ،  بدلـوي د زمانې رنګ          سره واوښتل قومونه                       ويښ خبرشول له ژوندونه                                    د ويدو شول وران کورونهګوره کله به شــي نوی دپښتون د کاشانې رنګغلی شانته انـــقلاب دی،بدلوي د زمانې رنګ   پوهاند عبدالشکور رشاد (1300 – 1383 ه .ش)   پوهاند اکاډيمېسن عبدالشکور رشاد، د عبدالغفور خان زوی د حاجي محمد آياز خان لمسی په خټه بابړ، په (1300 ه .ش) کال کې د کندهار ښار د بابړو په کوڅه کې زېږېدلی دی، پنځه کلن ؤ چې په ښوونځي کې داخل شو،ښوونځي ته تر تلو دمخ يې قرآن عظيم الشان ختم کړی،بوستان،ګلستان،پنج ګنج او نور مروج فارسي کتابونه يې لوستي او دفقې شريفې په زده کړه يې پيل کړی ؤ، د کندهار د ګنج په ښوونځي کې تر يوولس کلنۍ پورې زده کړه وکړه . په ښوونځي کې د هغه لياقت اوازه دومره خپره شوه چې کله امان الله خان کندهار ته تللی ؤ نو د ګنج په ښوونځي د کوچني عبدالشکور ټولګي ته ورغی او ورته يې وويل : ((بچيه زه ستا په خاطردې ټولګي ته راننوتم)) .        استاد اوه ويشت کلن ؤ چې د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره په خپل شخصي لګښت هند ته لاړ او هلته يې پوره اوه کاله د ژبو،ادبي فنونو او تاريخي مسايلو  په باره کې مطالعات وکړل .      علامه رشاد له (1337 لمريز) کال څخه د کابل پوهنتون په ادب پوهنځی کې د استادۍ دنده په غاړه لرله، استاد په فارسي او اردو ژبو دومره لاس بری ؤ لکه په خپله مورنۍ  ژبه باندې . په عربي،روسي،انګليسي او هندي ژبو مسلط ؤ.         دهېواد له دغه لوی عالم څخه (32) چاپ شوي او (65) ناچاپ کتابونه او دغه راز په سل ګونو علمي او ادبي مقالې راپاتې دي .     دغه لوی عالم نامتو او دقيق ليکوال او څيړونکی،چې په سيمه او نړۍ کې يې خپله ځانګړې پيژندګلوي درلوده له يو عمر وياړلي خدمت نه وروسته د (83) کالو په عمر د (1383 لمريز) کال د لېندۍ په يوولسمه نېټه له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او خپل ټول ارادتمندان يې په خپلې  مړينې د غم په ټغر کښېنول .دپوهاند عبدالشکور رشاد د شعر يوه بېلګه : حريت دمـــجــنــون ژونــدون به څه وي چې ليلا مري څـه په کار دی  تش کالبوت چې زړه دچامري                                                                 زړه ډيـــوه ده دا دخــټـو پـــه کــالب کې                                                                  خدای ومه کـړه چې دا ډيـوه دچــامريچـــې مــرغــه لاړشـــي قـفــس د ماتېـدو دیکه به زړه مري تش ګوګل دې لاپخوا مري                                                   هــيـــڅ مــمــکن نــه دی پـــايــښــت دهـــغه پږي                                                  زړه چې مري کالبوت مجبور دی خامخا مريحــــريـــت دهــــرمـــلــت دبدن زړه دیکه دانه و،هم ملت مري هم بقا مري پوهاند صديق الله رښتين      پوهاند صديق الله رښتين د مولوي تاج محمد زوی د (1298 ه .ش) کال شا اوخوا دمومندو په سره کمره کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپله علمي کورنۍ کې کړې ده او بيايې خپل تحصيلات د ننګرهار د هډې په نجم المدارس او دکابل په عربي دارالعلوم کې سرته رسولي دي .    پوهاند صديق الله رښتين د خدمت ډېره موده په پښتو ټولنه کې او دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي کې داستاد په توګه تېره کړې ده .     پوهاند رښتين په ابتدا کې شعرونه هم ويل خو وروسته يې خپل وخت ژبپوهنې او ادبپوهنې ته وقف کړ.    رښتين دخپل وخت نوميالی ليکوال او قوي  نثر ليکونکی دی،چې آثار يې په متفرق او مستقل ډول د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي .    پوهاند صديق الله رښتين په (1377 ه .ش) کال دليندۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې وفات او دننګرهار په بهسودو کې خاورو ته وسپارل شو .دپوهاند رښتين نامتو اثار دادي :              دپښتو ادب تاريخ، دپښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، دپښتولوی ګرامر (په پارسي ژبه) پښتو قصې، د هندسفر، پښتو ژبښودنه،د ژوند سندره ، نوی ژوند، دمينې هنداره، دپښتو مصدرونو لارښود او نور ....   املاء او انشاء   املا د عربي کلمه ده په لغت کې مهلت ورکولو ت واېي .    په ادبي اصطلاح کې :خپلې خبرې په صحيح ډول ليکل دي که څوک له ځان نه څه نشي ليکلی ، مګر د بل ليک له مخې نقل کولای شي  دغه نقل ته املاء‌ نشو ويلې .املايي لارښوونې   داملاء خاوند بايد دا لاندې ټکي په نظر کي ونيسي:۱ـ څه چې ليکي بايد د صحيح تلفظ له مخې يې وليکي او په غلط تلفظ پسې لاړنه شي په هره ژبه کې د عوامو تلفظ او صحيح تلفظ يو څه فرق لري.ځينې الفاظ شته،چې په ويلو کې يو راز او په ليکلو کې بل راز دي.لکه د پښتو په عامه محاوره کې (الک) ويل کيږي ، مګر په ليکلو کې  (هلک) ليکل کيږي . همدارنګه په دري ژبه کې چې (او) ويل کيږي او (آب) ليکل کيږي .۲ـ د ګرامر مراعات : په ليکلو کې بايد د صرف او نحوې مراعات وشې . ځينې جملې په وينا کې دومره لنډې شوې دي،چې په ليک کې نشته . لکه (څيکې)ويل کيږي او په پښتو ليک کې بيا همدا کلام (څه يې کوې؟) ليکل کيږي .په دري ژبه کې هم (مچم) ويل کيږي او (من چه ميدانم)ليکل کيږي .۳ـ دوه بيلې کليمې به يوله بله ليکلو کې نه نښلوو . يانې دا راز کلمات  (لوی کور)، (ټول سړي) بايد داسې ونه ليکو : (لويکور،ټولسړي).۴ـ که له دووکلمو  څخه يوه کلمه جوړه شوې وي ، لکه (ټوليمشر)،(ټولواک) بيايې په ليک کې بيلول ښه نه دي . همدا ډول د (بيلتانه )کلمه (بې لتانه ) غوندې ونه ليکو چې مانا يې تغيرپيدا کوي.۵ـ د کلماتو په ليکلو کې دا مراعات هم ضرور دی،چې يوه کلمه د يوې بلې کلمې په شان ونه ليکو او څومره چې کيدی شي د التباس او اشتباه مخه ونيسو.مثلاً (پوښتنه) د تپوس په مانا او (پښتنه ) د پښتون مؤنثه کلمه بايد په ليکلو کې فرق ولري   .همدارنګه (ګوډ) او (ګډ) بايد يو شان ونه ليکو او نه (پريښی) لکه (پرې ايښی) وليکو . (نوی) د جديد په مانا او (نه وي)  د نباشد په مانا په ليکلو کې بايد فرق ولري .۶ـ په پښتو کې دنفي توري او دنهي توري (نه ،مه ) له افعالو څخه جدا ليکل کيږي .لکه: (نه ځي، نه کوي ، نه ويني، مه وايه ، مه کوه ، مه ځه ، مه غواړه) مګر په (نشي ، نشته ، نګړي ، مشه ، مکړه ) کې يې ډېرۍ متصل ليکي . ۷ـ پښتو توری :      په پښتو ژبه کې ځينې خاص توري شته ، چې په فارسي او عربي کې نشته ، ددغو تورو ځای پيژندل او په خپل محل کې يې ليکل په پښتو املاء کې ډير اهميت لري . چې هغه دادي :ښ : دا توری ځينې پښتانه لکه (خ) يا (خ) ته نژدې تلفظ کوي او ځينې پښتانه يې د (ش) غوندې ادا کوي . نو د غه دوه يا درې مختلف غږونه چې يو ځای او بل ځای د لهجې د اختلاف په وجه د ځينو لغاتو په تلفظ کې شته ، په ليک کې ددغه توري په ليکلو دغه اختلاف له منځه تللی اود ليک يو راز والی يې ساتلی دی .داتوری په داسې لغاتو کې ليکل کيږي . لکه : ( ښه ، لو ښی ، اوښ) چې څوک يې يو راز او څوک يې بل راز  تلفظ کوي .    کومه کلمه،چې يوازې د ( خ) يا يوازې د ( ش) اواز راغلی وي  هلته دغه توري نه ليکل کيږي ، لکه (خټه ، خاوره ، شګه ، شولې ...) په دغه اساس بايد (خندل) چې د (خنديدن)  په مانا دي په ( خ) ، او (شيندل) د پاشيدن په مانا په ( ش ) وليکو. او (ښندل)چې دقربانولو او سرورکولو په مانا سره په پښتو (ښ) وليکل شي،چې ددرې واړه کلمو مانا ګانې وساتو .ږ:­- د پښتو داخاص تو ری هم ځينې پښتانه لکه (ژ) او ځينې يې لکه (ګ) اداکوي ، نو ځکه په هغو کلمو کې ليکل کيږي،چې د لهجو د اختلاف په وجه دغه دوه آوازونه ولري . لکه : (ږلۍ ، لږ ، کوږ) دغه توري هم په پښتو املاکې دلهجو د اختلاف مخه نيولې ده او دليک يو والی يې ساتلی دی .کومې کلمې چې يوازې د(ګ) يا يوازې د (ژ) اواز لري هلته  دا توری نه ليکل کيږي او هماغه (ګ) يا (ژ) ليکي . لکه : (مالګه ، ګوړه ، ژبه ، ژرنده ، ژوند ...)ځ:ـ دا هم پښتو خاص توری دی له (ز) نه لږ غوندې دورند دی ،چې په ځينو پښتو کلمو کې يې ليکل ډير ضرور دی ، لکه : ځان ،ځنډ ، ځنګل ، او داسې نور ... .په پښتو کې ځينې نشته لکه (ځه ) چې دتللو امر دی او په پښتو (ځ) ليکل کيږي که دا کلمه په (ز) وليکو نو (زه ) د مفرد متکلم ضمير ترينه جوړيږي . همدغه شان (ځوړ) د (ښکته ) په مانا که په (ز) وليکل شي نو د (زوړ) سره مشبه کيږي.دا توری د پښتو په پخواني  رسم الخط کې ډير استعماليده ، اوس يې په ځينو لغاتو کې ځای (ز) نيولی دی . لکه : ( زما ، زغمل ، زوی ، ګرزيدل اوداسې نور ... دغه تغير او تحول ته چې ګورو دا اټکل کيدی شي،چې څه زمانه وروسته به دغه توری له منځه ولاړشي او خپل ځای به (ز) ته پريږدي ، ځکه چې ددې دواړو تورو ترمنځ په تلفظ  کې دومره فرق نشته ،چې هر څوک پرې پوه شي او له يوه کُلي قانون لاندې راشي . دلته چې کومه قاعده يو څه تطبيق پيداکوي هغه داده چې : کوم کلمات،چې په دري کې په (ج) ويل کيږي او په پښتو کې هماغه کلمات په (ځ) نو هلته بايد همدغه پښتو (ځ) وليکو . لکه : ځوان ، ځان ، ځنګل اوداسې نور .سربيره پردې  په هغوکلمو کې يې هم ليکل ضرور دي،چې که په (ز) وليکل شي  نو له يوه بل پښتو لغت سره القباس پيداکوي ، لکه ځړيدل ، زړيدل .څ:ـ داهم پښتو توری دی چې په فارسي او عربي کې نشته ، تلفظ يې (س) ته نږدی دی او ځينې کسان يې په ځای د (س) توري استعمالوي . که ددغه توري په ځای (س) وليکل شي نو دځينو کلمو مانا بدليږي ، لکه : (څټ ، څوک ) چې (سټ ، سوک) ترې جوړيږي .ډ،ړ،ټ :دا درې توري په پښتو املا کې ډيره زياته برخه لري چې ځای پيژندل يې ډير ضرور دي او صحيح تلفظ يې په کار دی ، که يو ليکوال په ليکو کې او ويونکی په وينا کې (ټ) په (ت) او (ړ) يا (ډ) په (د) بدل کړي ، دا املاء اودغه تلفظ صحيح نه ګڼل کيږي او په ځينو لغاتو کې دمانا د تغير مو جب ګرځي .لکه : (وړ، ټول ، ډار) چې (ور ، تول ، دار) ترې جوړيږي .ڼ:ـ داتوری له (ن) څخه دروند ادا کيږي ، لکه : ( مڼه ، بڼ ، تڼۍ ) ب کلمو کې . پخوا نو ليکوالو او اوس ځينو ليکوالو دا توری داسې (نړ) ليکلی دی چې دوه توري (ن+ړ) يې يو ځای کړي دي او د يو توري نو م يې پرې ايښی دی ، داتوری بايد په بسيط ډول (ڼ) وليکو ځکه چې په مرکب ډول يې ليکل په ځينو کلمو کې  مشکلات پيښوي .لکه : (نړۍ ، خونړۍ ، کونړ، نړول ، نړيدل ) اوداسې نور .           په پښتو کې د (ی) ډولونه :په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي .۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زبر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده  ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).ددغويا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځی) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي . دليکوالۍ فن يا انشاء ليک د فکر او احساساتو دانتقال يوه وسيله ده ، چې په هغه کې ديو لړ منل شوو اشارو او علامو څخه کار اخستل کيږی،يا ليک هغه علامې او سمبولونه دي،چې داواز دثبتيدو لپاره وضع شوي وي .د ليک پيدايښت د بشر ژوند ته نظم ور وبا ښه اود تاريخ اغاز ورسره وشو .دليک پيدايښت دبشري تجربو دليږدولو وسيله شو اودبشر تجربو ته يې داسې تسلسل ورکړ،چې نسل په نسل پرمختيايې ګامونه واخلي .دليک همدې ارزښت دسواد عاميدل او د لومړنيو زده کړو جبري کيدل رامنځ ته کړل اواوس دنړۍ په ډيرو وروسته پاتې هيوادونو او ټولنو کې هم هڅه کيږي،چې ماشومان ليک او لوست زده کړي او دعلم له نعمت نه برخمن شي .نوپه دې بنا ليک لوست يو ضرورت دی خو تر هغه راوروسته ليکوالي بيا فن دی،چې خاصه زده کړه اوخاصې لارښوونې غواړي .اوس چې موليک وپيژاند ، نو د  انشاء يا ليکوالۍ فن به هم په لنډ ډول درو پيژنو :انشاء يا ليکنه : انشا‌‌‌ء د شروع «ايجاد» او وضع کولو مانا لري . خو په ادبياتو کې ددې کلمې متداوله مانا وضع کول او منځ ته راوړل دي . يانې ديو نوي شي پيداکولو ته انشا‌ء وايې .په ادبي اصطلاح يو نوی فکر اونوی خيال په الفاظو کې څرګندول انشاء ده .«ليکوالي په عامه مانا هغه فن اوليکنی هنر دی ،چې دهغه په وسيله کولی شو خپل افکار يا په بله وينا هغه مفاهيم ، مطالب اومعلومات،چې زموږ په ‌ذهن کې دي په ليکنې بڼه په ډيره اسانه او اغيزمنه توګه نوروته ورانتقال کړو.دليکوالۍ د فن اومسلک لمن ډيره پراخه او ټولنيز ارزښت او اهميت يې ډېر دی.له عادي يادښتونو، شخصي او رسمي يا اداري ليکونو څخه نيولې بيا دلوړو تخليقي او تحقيقي ليکنو (انشاء) تر بيلا بيلو ډولونو پورې ددغه فن په پراخه لمن کې رانغښتي اوهر هغه څوک،چې خپل فکر ، پوهه او معلومات په ليکلې بڼه په سمه اومناسبه طريقه نوروته ور رسول يا ليږدول غواړي دغه فن ته اړتيالري.دليکوالۍ پوهه او هنر تر ډيره حده دادبي اوعلمي اثارو په مطالعه او پرله پسې مشق او تمرين تر لاسه کيږي .  ځکه چې ددغه فن بنسټ د زده کوونکي په فطري استعداد ،ذوق، تخيلي او بديعي ځواک ولاړ دی او داپه ليکوال پورې اړه لري،چې د خپل بديعي او تخيلي قوت په ملتيا دليکنې لپاره څه ډول مناسب الفاظ او د ليکنې کوم فورم او انداز  وکاروي.دليکوالۍ د فن په هکله څو عمومي لارښوونې او پاملرنې          په ښه او سمه توګه د ليکوالۍ د فن دزده کړې او پر هغې د پوهيدنې لپاره ډيرې آغيزمنې لارې چارې شته،چې ددغه هنر دپوهانو او څيړونکو له خوا په ګوته شوي دي . موږ دلته د هغو پاملرنو او لارښوونو له جملې څخه مهمو يادونه کوو :۱ـ کوم ليکونکی،چې په يوه موضوع کې څه ليکي لو مړی بايد يو معين مقصد او هدف ولري او بيا خپل فکر او خيال په ښکلو خوږو الفاظو سره په ښه ترتيب او صورت داسې څرګند کړي،چې د ليکونکي  مطلب په ښه ډول ښکاره شي او په لوستونکي ښه آغيزه او تاثير وکړي .۲ـ ليکنه بايد ساده او عام فهمه وی . ليکوال بايد د مفهوم د افادې لپاره داسې کلمات انتخاب کړي،چې د خلکو ذهن ته ډير نژدې او عام فهمه وي. دليکنې جملې يې لنډې،عبارتونه يې بې تکلفه او له تصنع نه خلاص وی.۳ـ بې ضرورته اوږده مقدمه ، ليکنه بې خونده کوي ، نو ښه داده چې اصلي مطلب په څرګندو الفاظوکې  نورو ته وړاندې شي . هڅه دې وشي،چې د متن لمن له هر ډول ابهام څخه پاکه وي .۴ـ دليکوال لپاره د ژبې پر ګرامري قاعدو پوهيدنه ضروري او اساسي شرط دی .په ليکنه کې بايد دامکان تر بريده د هر ډول ګرامري غلطيو مخه ونيول شي او ټول کلمات د ګرامري اصولو سره سم استعمال شي .۵ـ په ليکنه کې دې تر ډېرې کچې پورې دژبې معياري لهجه په پام کې ونيول شي.ترڅودهغې ژبې نورلوستونکي وګړي يې له ليکنې څخه مطلوبه ګټه واخلي .۶ـ ليکوال دې بې ضرورته دنورو ژبو لغات نه استعمالوي ، تر ممکنې اندازې پورې دې هڅه وکړي،چې د خپلې ژبې لغات استعمال کړي .۷ـ په ليکنه کې بايد د عطف اوربط توري ډير اوبې ضرورته استعمال نه شې ، ځکه چې د ليکنې لوستنه بې خونه کوي .۸ـ ليکوال دې په ليکنه کې بايد دضعيفو ټکو او کمزورو استدلالونو څخه ډه ډه وکړي . هڅه دې وشي، چې ليکنه په پوخ استدلال او قوي منطق ولاړه وي.۹ـ دمضمون او محتوا راښکون په ليکنه کې ډير اهميت لري . مانا په کلمو او جملو کې داسې ترتيب شي ،چې له پيل څخه تر پايه پورې لوستونکي په ځان پسې راوکاږي او د لوستونکي تخيلي او فکري قوه د پايه پورې بلې خواته پرې نه ږدي .۱۰ـ ليکوال بايد په خپله ليکنه ټينګه عقيده ولري او په دې ډاډ من وي څه چې ليکي هغه يې د زړه او ضمير غږ دی ، په ليکنه کې بايد صداقت او صميميت موجود دي څو په لو ستونکو مطلوبه آغيزه وکړي.۱۱ـ په ليکنه کې دنظم او ترتيب مراعات ډير ضروري دی ، ځکه چې په انشاء او ليکنه کې د الفاظو ،کلمو ،جملو او عبارتونو ګډوډي او بې ترتيبي ستر عيب ګڼل کيږي .موضوع په داسې ډول بايد وڅيړل شي،چې مضمون له پيله تر پايه دمانا اومحتوا له مخې بې نظمه اوبې تر تيبه نه وي.۱۲ـ دنوښت او ابتکار قوه په ليکنه کې ستر اهميت لري . د ليکوالۍ د هنر يوه ستره ځانګړنه داده، چې ليکوال له کتنو او اوريدنو څخه نو ي ، نوي مضامين پيداکوي او له عادي پيښونه نوي نتايج اخلي نو ابتکار د انشاء معنوي برخه ده او دانشاء ستر صفت دی . د ليکوال د تخيلي ځواک څومره والی او څنګه والی دهغه په ليکنه جوته آغيزه لري . تخيلي ځواک دابتکار اونو ښت تو منه ده، څومره،چې دليکوال او شاعر تخيلي قوه پياوړې وي په هماغه پيمانه يې دابتکار او نوښت قوت ډېر وي .۱۳ـ په ليکنه کي د ليکوال ټولنيز شخصيت او اخلاقي شجاعت ډيره آغيزه لري .همدغه احساس هغه ته دا جرأت ورکوي،چې ټولنيز واقيعتونه ، حقايق او دردونه په صراحت سره بيان کړي .۱۴ـ دمنل شويو عقيدوي ، کلتوري اوټولنيزو معيارونو په چوکاټ کې فکري ازادي د ليکوالۍ لپاره يو ه ضروري اولازمي ځانګړنه ده . څومره،چي ليکوال ازاد فکر کولای شي ليکنه يې په هماغه پيمانه ابتذال نه لرې ، تجدد اونوښت پکې زيات وي .۱۵ـ ليکوال بايد دليکنې لپاره داسې موضوع انتخاب کړي، چې پکې پوره معلومات ولري . پر  موضوع بشپړ حاکميت لرل د ښې ليکنې اساسي شرط دی .۱۶ـ دليکنې دعنوان په ټاکنه کې بايد ډير ِغور اودقت څخه کار واخيستل شي ، داسې عنوان وټاکي،چې معنوي جامعيت ولري او لوستونکي ته تر ډيره حده دليکنې داساسي هدف دپس منظر مفهوم افاده کړي .۱۷ـ تر ليکلو ورسته خپله ليکنه څوځله ولولي ، ستاسې هر ځل لوستنه به په ليکنه کې خامخا لفظي او معنوي اصلاح اوسمون راولي .۱۸ـ که کيدلای شي خپله ليکنه تر ليکنې وروسته خپل خوا خوږي ته چې تر تاسې يې علميت ، پوهه او استعداد لوړ اودليکوالۍ په فن کې يې تجربه ډېره وي دکتنې لپاره ورکړﺉ ، کيدای شي د ليکنې د سمون او بشپړتيا په برخه کې په زړه پورې مشورې درکړي .۱۹ـ په ليکنه کې دمعلوماتو منابع او مآخذ ښودنه اساسي شرط دی . دا چار ستاسې علمي اومعلوماتي کمزوري نه ده ، بلکې دليکنې ارزښت مو لاپسې زياتوي .۲۰ـ په ليکنه کې دليک نښو استعمال لازمي او حتمي دی ، هر ليکو ال ته ددغو نښو نښانو زده کړه ، پرې پوهيدنه اودهغو داستعمال د ځای پيژندنه ضروري ده . د مقالې ليکنې عمومي چوکاتد يوې بشپړې ،علمي، تحقيقي معياري مقالې په ليکني چوکاټ کې دا لاندې درې برخې شاملې دي :۱ـ سريزه                   ۲ـ اصلي مطلب                  ۳ـ لنډيز او نتيجه۱ـ سريزه:ـ سريزه (مقدمه ) دليکنۍ لومړۍ ،خو اساسي برخه ده . په سريزه کې ليکوال معمولاً هغه کلمات او عام ټکي راوړي،چې وروسته ورباندې په اصلي برخه کې خبرې کيږي .سريزه د ليکنې دروح،محتوا او مانا د هندارې حيثيت لري . څومره چې لنډه خو جامع جذابه ،خوندوره اومنظمه وي هغومره پکې دهڅونې قوت ډېر وي .په مقدمه کې ليکوال په عمومي توګه دايادونه کوي،چې ولې يې داموضوع انتخاب کړه،څه دلچسپې يې ورسره لرله،دليکنې هدف اواهميت يې څه دی؟.۲ـ اصلي مطلب:دادليکنې تر تولو مهمه برخه ده، چې ليکوال پکښې د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي اومرکزي  موضوع بحث کوي . په دې برخه کې ټول اړوند مطالب په بيلوبيلو پراګرافونو کې او که لازمه وليدل شي په بيلوبيلوڅنګزنو (بغلي) عنوانونوکي يو په بل پسې تشريح او څيړله کيږي  .په اصلي برخه کي بايد ټول مسايل داصلي  موضوع  پرشاوخوا وڅرخيږي. په دې برخه کی تر ټولو مهم او  ستر کار دواقيعتونو څيړنه اوسپړنه ده . ليکوال بايد هڅه وکړي،چې موضوع دحقايقو په رڼا کې لوستونکوته وړاندې کړي اود موضوع تياره اړخونه دپاخه استدلال اومنطق په رڼا کې  روښانه کړي . دبرخو ترمنځ بايد منطقي ترتيب په پام کې ونيسي .  ليکوال په دې برخه کې معمولاً نظريات او شواهد را ټولوي او بيا پرې د خپل فکري او علمي قوت په وسيله يوه رايه قايموي .۳ـ لنډيز او پايله: دادليکنې وروستۍ برخه ده . په دغه برخه کې ليکوال لومړی د ځينو هغو مهمو مسايلو چې د اصلي موضوع دروښانتيا او ثبوت لپاره په بيلا بيلو پراګرافونو کې راغلي په ډير لنډيز سره يادونه کوي اوبيا په ځانګړي ليکني مهارت سره له ټول بحث اوليکنې نه يوه لنډه ،خو جامع پايله اخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کوي .دلنډيز او پايلې په برخه کې کله – کله ليکوال دهغو ټکو لنډه غوندې يادونه هم کوي،چې دموضوع په روښانتيا کې پوره آغيزه لري خوله ده څخه داصلي برخې دليکنې پروخت پاتې شوې او هير شوې وي .يادونه : ديوې علمي، بشپړې او جامع ليکنې (مقالې) په چوکاټ کې د پورته ياد شويو درې واړو برخو شته والی اساسي شرط دی ، چې له هغو پرته ديوې مقالې جوړښت نيمګړی دی .                                   دکتاب ليکنې عمومي چوکاټ ديو علمي او تحقيقي کتاب ليکنې په چوکاټ کې دا لاندې برخې شاملې دي :۱ـ کتاب پيژندنه         ۲ـ فهرست        ۳ـ سريزه             ۴ـ اصلي موضوع۵ـ لنډيزاوپايله            ۶ـ تعليقات     ۷ـ نومليک     ۸ـمآخذونه ۱ـ کتاب پيژندنه :       دکتاب پيژندنې په برخه کې معمولاً دکتاب نوم ، دمؤلف يا ژباړونکي نوم ، دخپرونکي موسسې ،ادارې يا شخص نوم ، دخپريدو نيټه ، دچاپ شمير او ... راځي.۲ـ فهرست:     دادکتاب هغه برخه ده،چې معمولاً دکتاب تر دويم سرليک اوکتاب پيژندنې وروسته راځي.په فهرست کې ټول هغه سرليکونه،چې دکتاب په بيلا بيلو برخو کې راغلي په ماده وار لست کې د شميرنې اومخ ښودنې سره راځي.۳ـ سريزه ياسريزې:پرکتاب معمولاً دوه ډوله سريزې ليکل کيږي:       لومړی هغه،چې دنورو له خوا د ليکوال پر اثر ليکل شوې وي . په دغو ليکنوکې دسريزې ليکوال ،دکتاب محتوی، علمي او فني اړخونه په پوره غور ارزيابي او په ګوته کوي .په کتاب کې دراغلو مطالبو علمي ، هنري اوادبي ښيګڼې ارزښت او اهميت لوستونکو ته ښيي.      دوهم هغه سريزه ده، چې پخپله دليکونکي يا ژباړونکي له خوا ليکل کيږي:که په يو کتاب کې هر څومره سرېزې راغلې وي هر يوه يې په ځانګړو مخونوکې د خپلو ټاکلو  سرليکونولاندې راځي . دکتاب ليکوال نورو ته ددرناوي لومړی دنورو اوبيا خپله سريزه راوړي.      هڅه دې وشي،چې دکتاب سريزه ډيره جامع ،منظمه اوجذابه وي تر څو په لوستونکي کې دلوستنې ذوق او هڅونه زياته کړي او هغه مجبور کړي چې په اثر کې شامل مطالب په پوره غور اومينه تر پايه پورې ولولي.۴ـ اصلي موضوع:     په علمي او تحقيقي اثارو کې اصلي موضوع دکتاب هغه برخه تشکيلوي چې دکتاب اړوند مطلب د ټاکل شوي عنوان تر مفهوم لاندې په اصلي او مرکزي موضوع بحث کوي.د کتاب په دی برخه کې ټول مطالب په منطقي توګه يوپه بل پسې څيړل کيږي.ليکوال د موضوع د اهميت له مخې په پيل کې مطالب په بيلا بيلو څپرکو ويشي او بيا د هر مطلب په اړونده څپرکو کې تر لويو او څنګزنو (بغلي) سرليکونو لاندې معلومات وړاندې کوي.ليکوال د ليکنې په دغه برخه کې د بيلا بيلومنابعو څخه مطلوب معلومات ،نظريات او شواهد راټولوي اودخپل علمي او فکري استدلالي قوت په ملتيا هغه تحليل ، توضيح او تشريح کوي په پای کې يوه جامع نتيجه ترې راوباسي۵ـ لنډيز او پايله :   دادليکنې هغه برخه ده،چې تر اصلي موضوع وروسته راځې . دلنډيزاونتيجې کموالی ،زياتوالی دمتن داصلي برخې په حجم اود مطالبو په تنوع پورې اړه لري.ځينې ليکوالان داصلي برخې دهرې موضوع او فصل لنډيز دهماغه فصل په پای کې راوړي او ځينې بيا دټولو فصلونو يو لنډ خو جامع جاج اخلي اودکتاب داصلي برخې تر پای ته رسيدو وروسته يې په يو يا څوځانګړو مخونو کې راوړي.دلنډيز اونتيجې په برخه کې ليکوال هڅه کوي،چې دکتاب داساسي موضوع په رڼا کې دټولو مهمو ټکو اومسايلو لنډه او ځغلنده يادونه وکړي اوبيا ترې د خپل علم ،پوهې،فکر ،بصيرت اواستعداد په قوت په ډير دقت سره يوه لنډه او جامع نتيجه واخلي او لوستونکي ته يې وړاندې کړي .۶ ـ تعليقات:   په تعليقاتوکې معمولاً په متن کې د شاملو مهمو لغاتو ، اصطلاحاتو ، پيښو ،مسايلو او داسې نورواجزاؤ مدللـه اومستنده شرحه راځي،چې زياتې تشريح او توضيح ته ضرورت لري.خود کتاب د مخونو په لمن ليکونو کې نشې ځائيدای. پخوا به داکار د کتابونودمخونو په څنډو(حاشيو) کې ترسره کيده .په کتابونو کې دتعليقاتو دبرخې شته والی ډير زيات علمي ارزښت لري له يوې خوا د اثر له لوستونکي سره دمتن د مشکلو برخو په تحليل او پوهيدنه کې بشپړه مرسته کوي او له بلې خوايې د معلوماتو  پانګه ورزياتوي اودڅيړنې نوي موضوعات ورته رالوڅوي .۷ـ نومليک:   په مردف ډول (دالفبا په ترتيب) په کتاب کې دشاملونومونو ،ځای نومونو،شخص نومونو....اصطلاحات اوداسې نور لستونه ، چې د کتاب په پای کې داړوند مخونو دشمېر سره يو ځای معمولاً تر مأخذونو دمخه راځي .دتعليقاتو سره دنومليک تو پير دادی،چې په تعليقاتو کې نومونه يا اصطلاحات په تفصيل سره شرحه او څيړل شوې وي، خو په نومليک کې يواځې دمتن هغه مخونه ورسره ښودل شوي وي،چې دغه نومونه او اصطلا حات پکښې راغلې وي .۸ـ مآخذونه :       په دغه برخه کې هغه چاپ او ناچاپ شوي آثار او منابع په ګوته کيږي،چې د اثر ليکوال ور څخه دليکلو پروخت استفاده کړې وي .په مآخذ ښودنه کې داثر دليکوال تخلص ، نوم، داثر نوم،د خپريدونکی موسسې ، ادارې يا شخص نوم ،دخپريدو ځای نوم، د خپريدونيټه ،شمير اود کتاب دمخونو شميره راځي.ځينې ليکوالان مآخذونه داړوندې پاڼې په متن کې په عددونو سره په نښه کوي او په لمن ليک کې يې ديادوشويو مشخصاتو سره سم د مآخذ يادونه کوي . او ځينې ليکوالان دکتاب په متن کې هماغه برخه،چې دبل اثر نه يې په کښې مستقيمه يا غير مستقيمه استفاده کړې په عدد سره په نښه او دکتاب يا دهغه دهر فصل په پای کې په ترتيب سره په يو مشرح نوم لړ(لست) کې راوړي.ځينې بيا داثر په اړوندو مخونوکې ځای نه په نخښه کوي خو په پای کې په عمومي توګه دهغو اثارو نومونه اخلي،چې په کتاب کې يې ور څخه لږه يا ډيره استفاده شوې ده .د څيړنې د علمي ميتود له مخې غوره داده،چې دمتن په هره برخه کې،چې له نورو اثارو څخه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه مطالب اومفاهيم راخستل کيږي بايد،چې په عدد په نښه شي او بيا يې په لمن ليک (پاورقي) او ياد کتاب په پای کې په ترتيب سره دمآخذ ښودنې له اصولو سره سمه يادونه وشي.   ليک نخښې )    (Punctuation     بې له تورو نه يو شمېر علامې ،ټکي او نښې شته،چې دليک په لوستلو کې دخل لري،او يوه جمله يا کلمه د اشتباه او ابهام څخه ژغوري . يانې ددغو نښو اوټکو په ليکلو سړی پوهيږي،چې په کوم ټکي بايد ودريږي اوکومه جمله يا کلمه په بلې پورې وتړي.دتعجب ، نوا ، پوښتنې ، خطاب اونورو کيفياتو څرګندونه په همدغو نښو اوټکيو کيږي.چې په ليکو کې ډير اهميت لري.ددې لپاره، چې دلوستونکي سره دليکنې په برخه کې پوره مرسته شوي وي په لنډه توګه ځينې ليک نخښې اود هغو د استعمال ځايونه در پيژنو ، کوم چې په پښتو اودري ژبو کې يې استعمال او کارونه دود ده : ۱ـ ټکی (.)Full stop :دانحښه په لاندې دوو صورتونوکې استعماليږي:۱ـ د هرې بشپړې او مستقلې جملې په پای کې د پوره توقف ، سا اخيستنې اوودريدنې لپاره راځي. لکه : د حقې لارې لاروی ددين او وطن نه ددفاع په سنګر کې پراته دي.۲ـ په ليکنه کې ترمخففاتو وروسته راځي اودغسې هر توری د خپل ځانګړې کلمې د مفهوم دافادې نمايندګي کوي .لکه : د م.م. سره منشي وويل چې بايد په منځني ختيځ کې دايمي سوله منځ ته راشي .يادونه : (م.م) ملګري ملتونه مخفف شکل دی .۲ـ ندايه (!) يا «Exclamation »:دانښه په لاندينيو ځايونو کې استعماليږي:۱ـ دافسوس ،ارمان او حيرانتيا په وخت کې .لکه : چې زه هم در سره وای !    ـ  ارمان چې تللی وای !۲ـ د غږ او بلنې په وخت کې : احمده ! دلته راشه .۳ـ د خطاب لپاره : ښاغلو ! درنو حاضرينو ! ورونو !۴ـ دامر په وخت کې: ودريږه !    پاڅيږه !       لاړشه !۵ـ د هيلې اوخواهش د څرګندونې په وخت : کاشکې احمد مې ليدلای وای!۶ـ د تحسين او آفرين پروخت: آفرين ! ستا په همت  .شاباس ! ښه کار دې وکړ ۷ـ د استهزا او تمسخر په توګه کوم ناپوهه شخص ته ووايې : نابغه ! دادې څه کار وکړ.  دې عقلمند! ته ګوره !۳ـ چپه پيښ (،) يا «Comma »په ډېريو لويديځو هيوادو کې کامه د (و) په بڼه ليکل کيږي ، مګر په پښتو او دري کې ددې لپاره،چې (واو ) ونه لوستل شي سرچپه يې ليکي . په ليک نښو کې کامه ډيره زياته استعماليږي او په مختلفو ځايونو کې ترينه کار اخستل کیږي .(دې نښې ته بيلوونې هم وايي) په َعمومي توګه يې داستعمال ځايونه دادي :۱ـ دبيلولو دپاره :الف :ـ اوږدې جملې،چې د څوساده جملو څخه جوړې شوې وي د کامې په واسطه بيليږي. لکه : دالاندې مثالونه:ـ توريالي زماليک ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی ، داګمان مې هم نه شې ، چې له دې وروسته به څواب ورکړي.ـ ده زيار ويوست ، چې سنک له ځانه سره ملګری کړي ، مګر سنک هيڅ کله دانه شو منلای ، چې بې سببه د چا دښمنې ته ملاوتړي . ـ څه دې چې راکړه ، بيرته مې درکړه .ب:ـ يوه مقدماتي فقره داصلې جملي نه جلا کوي .لکه : ـ ددې تړون پر اساس ، غړي هيوادونه تعهد کوي ، چې په ښوونه اوروزنه کې له تبعيض نه کار نه اخلي .ج:ـ معترضه جمله يا فقره ددوو کامو ترمنځ نيول کيږي .لکه : زه به دخالي په ورځ ، که خيروي ، ستاسې کره در شم .د:ـ ديولړ مختلفو کلمو دجلا کولو لپاره .لکه : ده خپل کتابونه ،قلمونه ، بکس، اونور تدريسي لوازم  له ځان سره واخستل . ه:ـ ددې لپاره چې جمله يا شعر غلط ونه لوستل شې . لکه دا لاندې مثالونه : ما ،ماما ته يو کتاب راوړ .ماما ، ماته يو کتاب راوړ .د رحمان بابا دالاندې بيت وګورﺉ، چې لومړی شکل يې سم او دوهم شکل يې نا سم دی: ۱- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانو  ته يو څاڅکی شه داوښکو ، ګوهر مشه ۲- ډير عزيز دي موم دلان تر سنګدلانوته يو څاڅکی شه ، د اوښکو ګوهر مشه و:ـ دزرګونو اوميليونونود بيلولو دپاره لکه :نوموړي شرکت په تير کال کې پنځه ديرش ميلونه (۳۵۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ خالصه ګټه کړې ده .يادونه : دتيليفون شمېره ، دکوڅې شمېره او تاريخي کلونه کامه نه غواړي . ـ دتړلو او بندولود پاره :الف :ـ په معترضه فقرو اوالفاظو پسې بايد کامه راوړل شي .لکه : زما په عقيده ، که ته موافقه کوې يايې نه کوې ، دشکسپير سره په ډرامه ليکلوکې څوک سيالي نه شي کولی.ب:ـ له منادی نه وروسته کامه راځي .لکه : زلميه ، اجازه ده،چې له تانه پوښتنه وکړم ؟ چې کرې ، هغه به ريبې ـ مه کوه په چا ، چې ونه شي په تا ۴ـ دپوښتنې نخښه : (؟) يا «Question mark »دا نښه دسوال اوپوښتنې علامه ده . د هرې جملې په اخير کې چې دغه نښه وي هغه جمله داستفهام مانا لري.دپوښتنې نښه په لاندې ځايونوکې استعماليږي :۱ـ دمخامخ پوښتنې په پای کې : ستا نوم څه دی ؟ ته څه وخت هرات ته ځې؟۲ـ د شک او ترديد دپاره : که دکوم چاد زيږيدنې يا مړينې او يا دکومې تاريخي واقعې د پيښېدنې په کال کې شک موجود وي تر شکمنې نيټې وروسته دپوښتنې علامه په قوسونوکې راځي . لکه : درحمان بابا دمړينې کال ۱۱۲۸ه،ق (؟) دی.يا : دی د خپلو همکارانوسره همدردي  (؟) لري.۳ـ کله چې په يوه جمله کې دننه کومه پوښتنه راغلې وي ، لکه : دولس کاله پخوادې په ياد دي ؟ روسان له افغانستان نه په ماتې ووتل ۵ـ ممزه (ځنډ نخښه ) (؛) يا «Semicolon »دا نښه نه دټکي (.) په شان د بشپړ تو قف لپاره اونه د کامې (،) د لږ څنډ او ساه اخستلو لپاره استعماليږي بلکې دداړوترمنځ ځانګړی حد او له دواړو نخښو سره توپير لري .په لاندې ځايونوکې استعماليږي:۱ـ که چيرې دوې جملې چې تقريباً يوه له بلې سره مساوي وزن او اهميت ولري څنګ په څنګ راشي دهغو ترمنځ ميمزه (؛) استعمالولي شو .لکه : لاندې مثالونه په تير کال کې حکومت د قاچاق مخه ونيوله ؛ بډې خور ته يې سزا ورکړه ؛ اختلاس کوونکي يې محاکمه کړل؛ او اجتماعي عدالت دتآمينولو په برخه کې يې په هر اړخيزو اقداماتو لاس پورې کړ .يا :موږ دوی ته دليلونه وويل ؛ ډير عذرونه اوزارۍ مو ورته وکړې؛ له فشار او تهديد نه مو کار واخيست ؛ خو دوی له موږ سره ملګر تيا ونه کړه او خبره يې راسره ونه منله .  ۶ـ دندايې او سواليې مرکب شکل(!؟):کله کله ځينې ليکوال دسواليې اوندايې علامې دواړه څنګ په څنګ ديوې جملې په پای کې راوړي ، خو شرط دادی،چې ندايه به لومړې او سواليه به وروسته وي . په دې کې دليکوال هدف دادی،چې دهغه په واسطه له يوې خوا دلوستونکي پاملرنه جلبوي او له بلې خوا يې پکښې پوښتنه غرض وي . په لنډه وينا ويلای شو،چې ديوې ډيرې مهمې پوښتنې په پای کې دندايې اوسواليې مرکب شکل راځې .لکه : ته نه يې خبر چې دافغان انګليس په يوه جګړه کې دپنځلس زره انګريزي پوځ نه يواځې ډاکټر برايډن مړ ژواندی خلاص شو!؟يا :  ته نه پوهيږې دافغانستان خومؤمنو خلکو پاڅون بالاخره دروسيي ښکيلاک ټغر له ټولې نړۍ نه ټول کړ !؟ ۷ـ شارحه ( : ) يا «colon »دا نښه ديو لغت يا فقرې دشرح کولو  دپاره استعماليږي . کله چې لوستونکی دانښه وويني هغه ته دا توقع پيداکيږي،چې راتلونکی عبارت به دوعدې سره سم پر مطلب باندې نوره رڼا هم واچوي .دالاندې نمونې وګورﺉ :۱ـ دسياستمدار لپاره دا خواص ډير مهم دي : درې درجې جرآت او يوه درجه پوهه ۲ـ د افغانستان مشهور ښارونه دادی : کابل ، ننګرهار ، کندهار ، هرات ... .د بل چا دنقل قول په صورت کې تر غبرګو ليندکيو (قوسونو) دمخه راځې .لکه : رسول الله (ص) فرمايلي دي : «... آيا زه تاسې ته ونه وايم،چې دوزخي څوک دی ؟واورﺉ ! هر کبر جن ، بد خويه اوبخيل دوزخي دي »۸ـ وړې ليندۍ (   ) يا Small bracket» »په عمومې ډول ليندۍ په دې لاندې ځايونوکې استعماليږي : ۱ـ کله چې معترضه فقره داصلي جملې په منځ کې راشي .لکه : دحمان بابا اشعار،چې (ستا ډير خوښ دي ) د ساده انشاء ډيره ښه نمونه ده . زه سبا (که خدای کول ) ننګرهار ته ځم .۲ـ هغه رقمونه او د ابجد توري،چې د ويش د ښودلو دپاره راځي دلينديو ترمنځ نيول کيږي . لکه : داسلام پنځه بناوې دادي : (۱) کلمه           (۲)لمونځ            (۳)روژه            (۴) زکات    (۵) حج ۳ـ په قانوني او تجارتي پاڼو کې دپيسو مقدار لومړی په تورولو ورپسې دلينديو ترمنخ په رقمونو ليکل کيږي .لکه : ددې تړون له مخې به نوموړي کور مياشتنۍ کرايه دوه زره څلور سوه پنځه ويشت (۲۴۲۵) افغانۍ وي .۴ـ په ليکنه کې ليکوال دنورو ژبو د لغاتومانا په وړو لينديوکې ليکي ،لکه : د هر سياسي نظام منطق (پوخوالی ) هغه د پاليسۍ (کړنلارې) څخه څرګنديږي۵ـ ليکونکی ځينې تاکيدي کلمې ، فني او تخنيکي اصطلاحات په وړو قوسونوکې ليکي.۶ـ ځينې ليکوالان ديوې موضوع مآخذ هم په وړو لينديو کې ليکي ،لکه : روسان د۱۳۶۷ه ش کال ددلوې په (۲۶) مه نيټه د شرميدلې ماتې په نتيجه کې له افغانستان نه ووتل . (د ژنيوروغه جوړه ، د ډاکټرحسن کاکړ ليکنه ،۲۰ مخ)۷ـ ديوشخص دزيږيدنې او ميړنې نيټه هم په قوسونوکې راځې ،لکه : احمدشاه بابا (۱۷۲۳ـ۱۷۷۲م) دپاني پت په جګړه کې پر مرهټيانو بريالی شو .۹ـ غبرګ قوسونه («») يا دنقل نخښه  «Snorted comma »دنقل نښه په لاندې ځايونوکې استعماليږي :۱ـ ټول مستقيم نقل قولونه په غبرګو لينديو کې راځي، لکه : د بشريت ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمايلي دي :«مسلمانان په خپلو کې سره ورونه دي ... هغوی دې نه په امانت کې خيانت کوي ، نه دې په خپلو کې سره دروغ وايې اونه دې يو بل سره رسوا او شرمنده کوي . د هر مسلمان ورور عزت ، آبرو ، مال او وينه تويول حرام دي . دانسان دپاره همدا ناوړه خوی دی،چې هغه بل مسلمان ورور سپک اوخواروګڼي.» (ترمذي)۲ـ که له يوه اثر څو پراګرافه رانقل کيږي بايد د هر پراګراف په سر کې دنقل نښې راشي . لکه:«په عراق کې عربي ويونکي پنځه ميليونه شپږسوه پنځوس زره تنه دي »«په ترکيه ايران اوافغانستان کې عربې ويونکي شپږويشت ميليونه اوه سوه پنځه ديرش زره تنه دي.»۳ـ دوياند (نطاق) دتغيير په حال کې:په کيسو او ډرامو کې،چې د خبرو نوبت بدليږي نودنوي وياندخبرې معمولاً په نوې کرښه کې راځي اودنقل دنښو ترمنځ نيول کيږي:«خان ميره!ما ګومان کاوه چې ته به څومره غيرتي سړی يې ،مګر خبر نه وم، چې ته ګيدړ وختې ... دخپل لاس ټوپک مې درکړ، چې ته به حېدر مړکړې....»«خان صاحب له ځانه سره به فکر وکړم . دلته خو زه څوک نه لرم، چې مشوره او مصلحت ورسره وکړم»۴ـ کله ليکوال ځانته خاصه اصطلاح وضع کوي،چې په محيط کې عموميت نه لري ، لکه : دی «ګيډيالوجست» دی له خپلې ګيدې لغتونه وضع کوي .۵ـ د تاکيد او توجه جلبولو دپاره،لکه : «حق» ورکول کيږی نه ، اخيستل کيږي.۶ـ دمقالوعنوانونه :په کابل مجله کې مې د «زبې او کلتور » په باره کې مقاله ډيره خوښه شوه .۷ـ په متن کې د ځينو خاصو نومونو راخيستنې به وخت کې هغه نومونه په غبرګو ليندکيو کې نيول کيږي .لکه: مرحوم پوهاند عبدالحی حبيبې په خپل مشهور اثر «د پښتو ادبياتو تاريخ» کې پښتوادب پر پنځو دورو ويشلی دی.۱۰ـ ستوری ( ٭ )يا «One star »په لاندې ځايونوکې کارول کيږي:۱ـ ځينې ليکوالان يې په متن کې کلمې تر څنګ ږدی،چې په لمن ليک (پاروقي) کې د هغې په هکله خاصې خبرې اوتوضيحات ليکي .۲ـ ځينې ليکوالان يې دهغه ټکې ترڅنګ ږدی،چې په متن کې يې راوړي خو په صحت يې باورنه لري.يادونه : بايد ووايو چې ځينې ليکوال دهغه ټکې ترڅنګ،چې په صحت يې بارو نه لري په قوس کې سواليه (؟) ليکي. په دغو دواړو صورتونوکې :ستوری ايښودل کيږي او که دپوښتنې نښه ، لازمه ده چې په لمن ليک کې يې توضيح وشی .۱۱ـ درې ستوري(٭٭٭)يا«Three star »:چيرته چې دمقالې يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږي نوددواړو برخوترمنځ دغه نښه يانې ستوري ليکي،چې يوه برخه له بلې نه بيله شي.درې ستوري معمولاً ديو ډرام يا داستان په يوه پرده يابرخه کې چې څومفکورې په جلاجلا پراګرفونو کې څيړل کيږي ، نودهرې مفکورې تر پای ته رسيدو وروسته په يو خالي کې درې ستوري (٭٭٭) ايښودل کيږي.۱۲ـ ډش يا لنډکش خط(ـ)يا «Dash »په لاندې ځايونوکې استعماليږي:۱ـ دهغه مرکب خاص نوم په منځ کې،چې دوه توکي ولري، لکه : دکابل ـ کندهار لويه لار(شاهراه)۲ـ ځينې ليکوال په جمله کې معترضه برخه ددوو ډشونوترمنځ رااخلي . لکه : په يو مضمون کې دشاګرد پوهه ـ لکه چې تجربو ښودلې ده ـ دهغه له پوښتنو معلوميږي.يا : هغه ورځ ـ خدای (ج)دې بيا نه راولي ـ په مسلمانانو څومره وغميدله،چې په افعانستان کې کمونيستې ريژيم اعلان شو .۳ـ په داستان يا ډرامه کې،چې ددوو تنو ترمنځ خبرې اترې وي ، نودهر يوه خبره په همدغه نښه بيلوي اودنوم دتکراري ليکنې مخه نيسي ،لکه :احمد، محمود ته وويل :هغه به ووينې؟ـ هو! که وخت مې پيداکړـ که وخت دې پيدا نه کړ؟ـ بيابه ارومرم اخبرکړم .۴ـ داعدادو ،ارقامو اونيپو ښودلو لپاره هم استعماليږي ، لکه: سږ کال د زمري له ۱۵ـ۲۰ پورې سخته ګرمي وه . يا: د (۱۹۳۹ـ۱۹۴۵) کلونوترمنځ په دويمه نړواله جګړه کې په ميليونونوانسانان ووژل شول .۵ـ په يوه مادوار لست کې د عددونو کيڼ اړخ ته ايښودل کيږي ، لکه : دښه وياند (نطاق) صفتونه دادي:۱ـ دخبرو منطقي تسلسل۲ـ په موضوع حاکميت۳ـ ښه غږ لرل ۴ـ داوريدونکو له روحياتو الهام اخيستل ۱۳ـ درې ټکي (...) يا «Ellipsis mark »درې ټکي په لاندې ځايونوکې استعماليږي :۱ـ دجملې په پيل هغه وخت راځي،چې ليکوال په خپله ليکنه کې د بل چاد خبرې يوه برخه رانقلوي، نو کومه مخکينۍ برخه چې د ده له موضوع سره اړخ نه لګوي پرځای يې درې ټکې (...) ږدې .لکه : «... اسلامي اخلاق هيڅ کله دانه ايجابوي، چې څوک خپل خير دنورو په شرکې ولټوي.»۲ـ دجملو په منځ کې هم د متن د يوې برخې څخه، چې مطلوبه نه وي د حذف او صرف نظر کولو په منظور راځي .لکه : دا فغانستان مؤمن خلک، چې لرغونی کلتور او له وياړه ډک تاريخ لري ... د بهرنيو يرغلګرو پر ضد يې په پوره ميړانې سره مبارزه او مجاهده کړې او ... ددې خبرې دثبوت لپاره د افغانانو او انګريزانو ترمنځ درې جګړې او له روسانو سره لس کلنه جګړه ډيرې ښې نمونې دي . ۳ـ کله چې دبل چاقول رانقلوو حذف شوي عبارتونه ددرې ټکو په واسطه ښودل کيږي.که حذف شوی عبارت د جملې په پای کې راغلی وي او جمله ور باندې ختمه شوې وي، څلور ټکي ايښودل کيږي ، درې يې د حذف شوي عبارت پر ځای او يو ټکی د جملې د پای دپاره .۴ـ دمتن په ليکنه کې دهغې کلمې پرځای هم درې ټکی راوړي،چې دويلو نه وي او دقلم عفت يې دليکلو اجازه نه ورکوي او يا ليکوال نه غواړي، چې هغه وليکي .۱۴ـ دټينګار نخښه يا اوږد کش خط (ـــ ):کله چې په يوه ليکنه کې داسې کلمې ،جملې يا پراګرافونه راځي،چې دنورو کلمو، جملو او پراګرافونو په نسبت يې اهميت زيات او ورته پاملرنه مطلوبه وي او يا دليکوال داهدف وي،چې پر دغه برخه زيات تاکيد او ټينګار وکړي نو ددې لپاره دا لاندې لارې شته :۱ـ دغه برخه بايد دنور متن څخه په برجسته توګه وليکل شي.۲ـ دليک په ډول کې تو پير راولي، په دې ډول، چې که نور متن په نسخ ليک ليکل شوی وي دا برخه بايد په نستعليق وليکل شي، چې له نور متن څخه د مطلوبې برخې تو پير وشي .۳ـ معمولاً ليکوالان دمطلوبې برخې دښودلو لپاره تر هغې لاندې کرښه کش کوي ،لکه :په افغانستان کې د کمونستانو جناياتو مؤمنوافغانانو ته دهغوی دتيرايستونکي شعار «کور ، کالي ، ډوډۍ» اصلي ماهيت ښه په ډاګه کړ .  ۱۵ـ غشی (                                              ):دغه نښه په عام مفهوم دلوري او طرف څرګندونه يا ښودنه کوي . په ليکنو کې معمولاً ددو مقصدونو لپاره استعماليږي .‏‏‏۱ـ کله چې ليکونکی په توضيحي او تشريحي لمن ليک (پاورقې ) کې کومه توضيح يا تشريح ليکي او په هماغه مخ کې يې ليکنه ځای نه شي  نو لازماً بايد تر هغه ورسته مخ ته نقل شي  نو د راغلې تو ضيح په اخرنې برخه کې (            ) د غشي په راوړلو سره لو ستونکی ته ښودنه کوي،چې نوره توضيح په راتلونکی مخ کې ولولی . په راتلونکي مخ کې د تو ضيح ليکلو دمخه بياهم (            ) غشي نښه ايښودل کيږي تر څو لوستونکی ته وښيي ،چې دا توضيح د مخکني مخ څخه دلته راغلې ده .۲ـ د يوې ترکيبي کلمی د تجزيې اوياد څوجزونودترکيب ښودنې لپاره راځي .لکه:دوست + ي  = دوستي    يا  : پوهنه +تون = پوهنتون .۱۶ـ لوی قوسونه ( [      ])يا «Bracket » : دقوسونوداخاص شکل هغووخت استعماليږي،چې ليکوال په خپله ليکنه کې دکوم ضرورت له مخې دبل چاعبارت رانقل کړي اوغواړي،چې هغه ښه توضيح کړي اوله ځانه پرې څه اضافه کړی ، نوهغه دبل چانقل قول خوپه وړو غبرګو ليندکيو کې نيول کيږي ، پخپله دليکوال له خوا اضافه شوي توضيحات په دغو لويو قوسونو [  ] کې  راځي .« دمخه په سيمه ايزه اونړيواله سطحه دا ذهنيت موجود وو ،چې دروسې يرغلګر پوځونه ماتې نه خوړونکي دي ، نوځکه يې چا دمقابلې لپاره زړه  نه شو کولای  اودنړۍ ډيره برخه يې تر ګواښ او تهديد لاندې وه [ خومؤمنو افغانانو هغوی له شرميدلې ماتې سره مخامخ اونړۍ يې دهغو له شر نه وژغورله ]...»۱۷ـ ويرګول (/):دويرګول لفظ دلاتيني د (ويرګوله ) څخه اخيستل شوی دی. چې په اصل کې واړه ميل او سيخ ته ويل کيږي. دويرګول نښه،چې دلته ددوو لينديو ترمنځ ښودل کيږي (/) په انګليسي کې دبار په نوم ياديږي . زموږ زيات شمير ليکونکي سرچپه واو(،)ته ويرګول وايې ، مګر دانګليسي قاموسونه اودليکوالی په باب کتابونه ويرګول او سرچپه واو دوه بيلې بيلې نښې ګني .ويرګول په لاندې ځايونوکې استعماليږي:۱ـ معمولاً د ( او /يا ) ترمنځ ويرګول نښه ايښودل کيږي .که موږ دالاندې جملې ولولو :(هلکان او /يا نجونې دواليبال ننداره کوي) مانايې داده،چې هلکان او نجونې يا هلکان يانجونې دواليبال ننداره کوي .۲ـ ويرګول دنيټې د ليکلو دپاره هم استعماليږي . مثلاً ددې پرځای،چې د ۱۳۵۷ کال دثور اومه نيټه وليکو کولای شو داسانتيا دپاره ويرګول استعمال کړه اوداسي يې وليکو : ۱۳۵۷/۲/۷ .۳ـ کله ديو بيت دمسريو ترمنځ فاصله نه پريښودل کيږي پر ځای يې ديوګول نښه استعماليږي . لکه  دخوشحال خټک دا بيت : درست افغان له کندهاره تر اټکه               سره يودننګ په کارپټ اواشکار ۱۸ـ لمن ليک (پاورقي):کوم وخت چې ديو اثر څخه عبارت يا مفکوره را نقل کيږي بايد په لمن ليک کې دليکونکي، دکتاب دخپرونکی مؤسسې ، دچاپ نيټې اودکتاب صفحې ته په ترتيب سره اشاره وشي .لکه دالاندې مثال :ګل پاچا الفت ، لوړ خيالونه اوژور فکرونه ، پښتو ټولنه ، ۱۳۳۵، ۲۹مخ .که چيرې کتاب په بيبلو ګرافي کې معرفي کيږي ، داصلي نوم نه تخلص مخکې راوړل کيږي . لکه :الفت ګل پا چا ، لوړ خيالونه او ژود فکرونه ، پښتوټولنه ،۱۳۳۵.کله کله د کتاب د چاپ ځای اونيټه په ليندکيو کې نيول کيږي . لکه : ګل پاچا الفت ، لوړ خيالونه او ژور فکرونه ، (کابل : دپښتو ټولنه ،۱۳۳۵) ،۲۵۰مخ.که چيرې څيړونکي غواړي ديوې مجلې څخه عبارت راواخلي نودمقالې نوم دنقل دنښو ترمنځ ليکي ، ورپسې دمجلې نوم دچاپ څای ،نيټې او مخونوته اشاره کوي .لکه :محمد ٌصديق روهي ، « د فولکلوري څيړنې ميتودولوژي» فولکلور ، د فولکلوراو ادب ټولنه ، ۱۳۵۲، لومړۍ ګڼه ، لومړی کال ،۸مخ .      

 اخځليکونه

 ۱- افق ، محمد ظاهر، ليک نښې

  ۲- الفت،ګل پاچا، ليکوالي املاء انشاء،کابل:پښتو ټولنه،۱۳۳۹ کال 

 ۳- الهام،محمد رحيم، دهريرت پنزل پښتو ګرامر ژباړه

  ۴- بخاري،عظيم شاه خيال،صرف ونحوپښتو،پېښور! ۱۹۴۴ ز .کال

  ۵- بېنوا،عبدالرؤف،اوسنی ليکوال،کابل : پښتوټولنه ۱۳۴۲ کال  ۶-حبيبي،عبدالحی،پښتانه شعراء،کابل :پښتوټولنه،۱۳۲۰ کال

  ۷- حبيبي،عبدالحی،دپښتو ادبياتو تاريخ لومړی ټوک او دوهم ټوک ، پېښور:دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال

 ۸- رحمان بابا،ديوان،پيښور: قصه خوانی، ۱۹۹۷ زيږديز کال

 ۹- روهي،محمدصديق،څېړنې لارښود،کابل:پښتوټولنه،۱۳۵۴ يونيز کال

۱۰- روهي،محمدصديق.پښتوادبياتو تاريخ معاصره دوره، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۴ کال

 ۱۱- رښتين،صديق الله،دپښتواشتقاقونه اوترکيبونه،پيښور: دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ۱۳۸۳ کال .

 ۱۲- رښتين،صديق الله،ژبښودنه،پيښور : خاور خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال

۱۳- زرغونه،زېور،پښتوګرامر،دژبو اوادبياتوپوهنځی درسي لکچرنوټ

۱۴- زرغونه،زېور،پښتونحو،پيښور: دساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز، ۱۳۸۴ کال

 ۱۵- زيار،مجاوراحمد،پښتوپښويه،پيښور : دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال 

۱۶- زيور،زېورالدين،پښتوادبياتوتاريخ لرغونی،کلاسيکه او اوسنۍ دوره، دژبو ادبياتو پوهنځی درسي لکچر نوټ

 ۱۷- مومند،عبدالحميد،ديوان،پيښ،ر: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال

۱۸- مشواڼی،عبدالقيوم،دخوشحال خان کليات،پيښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ کال 

 ۱۹- نيازی،سنګروال شهسوار،دپښتوادبياتومعاصرتاريخ،پيښور:احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۵ کال

 ۲۰- هاشمي،سيدمحی الدين، دليکوالۍ فن، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۲ کال


Weblog Themes By Pichak